د روژې شپږمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

رسول الله (ص) فرمایی : « څوک چی د الله له پاره یوه روژه ونیسی ، نو الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوږخ له اوره لیری کوی » . نو څومره به ښه وی چی د هغه ذات امر عملأ ومنو چی ژوند او ډول ډول نعمتونه یې راکړي دي ! او دا هم شپږمه تحفه . د هغو دوستانو څخه ډیره مننه چی ځوابونه یې رالیږلی دي ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

 پوښتنی :

۱ ـ د قرآن مجید پر حروفو باندی نقطې تر ټولو اول چا ولګولې ؟

۲ ـ په قرآن مجید کی کوم حرف تر ټولو ډیر استعمال سوی دی ؟

۳ ـ په قرآنکریم کی کوم حرف تر ټولو لږ استعمال سوی دی ؟

۴ ـ د عربي حروفو تعداد څو دی ؟

۵ ـ د صحابه وو د زمانې دوه مشهور مفسرین څوک وو ؟

۶ ـ که یو روژه لرونکي غیبت وکړ ، یا یې درواغ وویل خو په دې باور سو چی روژه یې ماته ده ، بیا یې نو خوراک او څښاک وکړ روژه یې څنګه ده ؟

الف : روژه یې صحیح ده ؛

ب : ماته ده صرف قضایی به راګرځوي ؛

ج : قضایی او کفاره دواړه پر لازم دي ؛

د : صرف روژه یې مکروه کیږی .

۷ ـ په حلق کی بې اختیاره د دوړو یا دود ( لوګي ) ننوتل پر روژه څه اثر کوی ؟

الف : روژه ماتوی ؛

ب : روژه نه ماتوی ؛

ج : روژه مکروه کوی ؛

د : روژه فاسده کوی .

۸ ـ د جنت د راجسټر نوم څه دی ؟

الف : علیین ؛

ب : سجین ؛

ج : نعیم ؛

د : فردوس .

۹ ـ رسول الله (ص) په څو کلنۍ کی خپل نیکه له لاسه ورکړ ؟

الف : په ۵ کلنۍ کی ؛

ب : په ۶ کلنۍ کی ؛

ج : په ۸ کلني کی ؛

د : په ۱۰ کلني کی ؛

۱۰ ـ پیغمبر (ص) تر بعثت مخکی په کوم جنګ کی ګډون کړی و ؟

الف : فجار ؛

ب : اوس ؛

ج : حلف الفضول ؛

د : هیڅ یو هم نه .

او دا هم د نن زرین اصل : الفاظ د بنده غلام وی ، مګر تر ویلو وروسته بنده د الفاظو غلام سی !  

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button