المرابطون ګوند له داعش سره خپل بيعت مات او دهغه له کړنو څخه يې برائت اعلان کړ

المرابطون تنظيم چې دمالي په شمال او ستره صحرا کې فعاليت کوي په يوې تازه بيانيه کې يې دخپل اوسني مشر عدنان ابو الوليد الصحراوي دګوښه کولو او پر ځای يې دنوي امير په توګه دمختار بالمختار دټاکلو اعلان کړی، همدغه راز يې په دغه بيانيه کې له داعش څخه هم خپله بيزاري اعلان کړې.
دغه تنظيم په خپله بيانيه کې ويلي: چې موږ دالقاعده نړيوال تنظيم په بيعت باندې منګولې ښخوو، او دمشر او مؤسس په منهج يې ټينګ دريږو چې هغه داهل السنة والجماعة منهج دی او له غلوې او ارجاء دواړو څخه ليرې دی.
د دغه ګوند بيانیه زياتوي چې ((دګوند دشوری غړي راټول شول او د المرابطون ګوند لپاره يې الشیخ المجاهد مختار بالمختار دامير ټاکلو پريکړه وکړه.))
په بيانيه کې ددغه تنظيم دپخواني مشر عدنان ابو الوليد دبرخليک په اړه څه نه دي ويل شوي نوموړي څو مياشتې وړاندې دداعش له مشر ابوبکر البغدادي سره بيعت اعلان کړی وو چې په هماغه وخت کې ورسره دشوری دمشر مختار بالمختار له لوري مخالفت ښوول شوی وو او دالقاعدې نړيوال جهادي غورځنګ په بيعت باندې ټينګار شوی وو.
د المرابطون ګوند په بيانيه کې له داعش څخه هم برائت اعلان کړل شوی، او دنوموړي تنظيم کړنې يې داسلامي شريعت څخه سرغړونې ګڼلي دي، په بيانيه کې راغلي: ((دبغدادي دولت او دهغه دملاتړو له کړنو څخه موږ الله جل جلاله ته خپل برائت اعلانوو، ځکه چې داعش په هرځای کې دمجاهدينو صفونو ټوټه ټوټه کړل او دمعصومو مسلمانانو دوينو په تويولو يې لاسونه سره دي.))
تنظيم همدغه راز دمالي په شمال کې دښمني لرونکي قبائل رابللي ترڅو خپل اختلافات يوې څنډې ته کيږدي، په حق باندې سره راټول شي او د خپلو ټوپکو شپيلۍ دفرانسوي اشغالګرانو او دهغوی دګوډاګيانو خوا ته واړوي.
تنظيم دټولې نړۍ په مجاهدينو ږغ کړی چې درښتوني اسلامي خلافت دراوستلو لپاره ديوه بيرغ او يوه قيادت لاندې راټول شي.
خالدعزیز