مزار شريف کې دخورشيد ټيلويزيون خبريال وهل شوی

11781880_1641752862737364_3440068812956589613_n

مزار شريف(عزم:پنجشنبه،۰۱ زمری ۹۴) د خورشېد ټېلويزيون د سياسي خپرونو چلوونکی محمد امين بابک د ولسي جرګې د يوه وکيل د ساتونکو له خوا ډبول شوی. محمد امين بابک رسنيو ته ويلي چې د ولسي جرګې وکيل او د دوهم مرستيال نذير احمد زي ساتونکو پرې حمله کړې ده او د سوکانو او لغتو او کونداغونو په واسطه يې وهلی دی.

نوموړي وويل چې(( تېره ورځ له دندې څخه کور ته په لاره و چې د احمدزي ساتونکو لاره بنده کړې وه نو کله چې مې له دوی څخه د لارې د اخيستو له پاره هارن وواهه نو د وکيل ساتونکي راکوز شول او زه يې په داسې حال کې ووهلم چې ما ورته وويل چې زه ژورناليست يم)).

د خورشيد تيلويزيون د سياسي خپرونو مسؤل شاداب نيکزاد له پېښې وروسته سيمې ته رسېدلی او د وکيل نذير احمدزي پلويان يې ملي امنيت ته معرفي کړي دي.

له ژورنالېستانو څخه دملاتړ خپلواکې ادارې (نی) دغه پېښه غندلې او د کورنيو چارو له وزرات او ملي امنيت څخه يې د پېښې د جدي څېړلو غوښته کړې.

په عين حال کې د افغانستان د ژورناليستانو ملي اتحاديې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په هيڅ دليل په ژورنالېستانو زياتې کول د زغملو وړ نه ده او ويلي دي چې دا د هېواد له قانون څخه سرغړونه ده او له عدلي او قضايي ارګانونو څخه يې غوښتي چې د پېښې عاملينو ته دقانون له مخې سزا ورکړي.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې ژورناليستان وهل کيږي تر دې مخکې څو ځله په افغانستان کې د چارواکو د ساتونکو او امنيتې ځواکونو له خوا ژورناليستان وهل شوي او رسنيز توکي او الات ورته مات شوي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button