دبغلان د بايسقال سیمه د امنيتي ځواکونو له لاسه ووتله

Picture1پلخمري (عزم:پنجشنبه،۰۱ زمری ۹۴) د بغلان ولايت ولايتې شورا ويلي چې په دغه ولايت کې امنيتې وضعيت ورځ تر بلې خرابیږي چې دادی اوس د مرکزي بغلان د بايسقال سيمه هم د امنيتې ځواکونه له لاسه وتلې او طالبانو نېولې ده.

د بغلان امنيه قومندان مل پاسوال عبدالجبار پردلي ويلي چې په دغه سيمه کې د پوليسو اووم کنډک وو خو مونږ دغه سیمه د نظامي شورا د فیصلې له مخې پرېښې ده .

پردلي زياته کړه چې مونږ د مخالفینو له فشار پرته دغه سیمه پرېښوده چې وروسته دمخالفينو لاس ته ولوېده.

خو دبغلان د ولايتي شورا غړي شمس الحق بارکزي  ويلي چې د بايسقال سيمه وسله والو طالبانو ته پرېښودل په دې معنی دي چې زمونږ امنيتې ځواکونه نه شي کولای ددې سيمې امنيت خوندي کړي او دا وسله والو طالبانو ته يو امتياز ورکول دي.

ښاغلي بارکزي وويل چې ددغې سيمې د بېرته نېولو به بدل کې به امنيتې ځواکونه درانه مالي او ځاني تلفات ورکوي.
نوموړي زياته کړه اوس په دغه سيمه کې وسله وال طالبان په ازاده توګه ګرځي راګرځي.

د بايسقال سيمه چې ۱۵ کلي لري نږدې زر کورنۍ په کې ژوند کوي چې د مرکزي بغلان څخه په ۱۵ کيلو متره واټن کې پرته ده.

د بايسقال سيمه په داسې حال کې د دولتي ځواکونو له لاسه وځي چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې وسله والوطالبانو د بغلان ولايت د ډنډ غوري  په ولسوالۍ  د بريدونو له امله  امنيتي ځواکونو د بغلان د مرکز د سقوط اندېښنه څرګنده کړه.

ډنډ غوري ولسوالۍ سرحد د مرکزي بغلان په ۱ کېلو مترۍ کې واقع دی چې د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې ۳ ځله پرې وسله والو طالبانو برېد کړی چې تر لسو زيات  عسکر يې وژلي او ژوبل کړي دي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button