طالبانو يو ځل بیا د بدخشان په وردوج ولسوالۍ بريد کړی

83802be37a6a0ec840fb3ece47347930_XL

فيض اباد (عزم:پنجشنبه،۰۱ زمری ۹۴)د بدخشان د وردوج ولسوالۍ مسؤلينو رسنيو ته ويلي چې نن سهار ۵ بجې وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ په مرکز بريد کړی چې جګړه لاهم دوام لري.
مسؤلينو ويلي چې طالبانو د دخستک درې او جرم ولسواليو له لوريو په وردوج ولسوالۍ بريد کړی.
وردوج د بدخشان يو له ناامنه ولسواليو ده چې ډېر ځله ترې د ناامنيو او جګړو خبرونه ورکول کيږي چې په دې وروستيو دوه کالونو کې يې امنیتي وضعه ډيره خرابه شوې ده.

تر دې مخکې په ولسي جرګه کې د بدخشان ولايت استازو خبرداری ورکړی و چې که دولتي ځواکونه په سيمه کې امنيت ټينګ نه کړي نو طالبان بيا هم په دعه ولسوالۍ دبريد تابيا لري.

د بدخشان وردوج،جرم،يمګان،کران اومنجان، ارګو او ګڼ شمېر نورې ولسوالۍ په دې وروستيو کې له سختو امنيتي ګواښونو سره مخ دي.
د وروستۍ جګړې د تلفاتو په اړه تر اوسه کره مالومات نشته

عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button