په افغانستان کې د پلاستيکي ټوپکو استعمال(انځورونه)
(عزم:پنجشنبه،۰۱ زمری ۹۴)تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت د روغتيا وزارت د هغه راپور پر بنسټ چې پلاستيکې ټوپکونو په هېواد کې شاوخوا ۱۵۰ تنه کوچنيان ټپيان کړي دي، په هېواد کې يې د پلاستيکې ټوپکو په استعمال بنديز ولګاوه،د کورنيو چارو وزرات وياند صديق صديقي ويلي چې په دې اړه به له سوداګرو سره هم وګوري چې افغانستان ته دغه شان توکي وارد نه کړي.
په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې هم په دغه موضوع خلکو تبصرې کړي دي چې ځينو د کورنيو چارو وزارت دغه اقدام ستائيلي او ځينو يې د بهرنيانو په اشاره ددغه اقدام پلي کول ياد کړي.
د فيسبوک د کاروونکو په وينا د ټوپک استعمال که څه هم ښه نه ده او کوم ځوانان يې چې اوس په افغانستان کې استعمالوي ډيرو يې له فلمي سريالونو او ډرامو څخه دغه دود رانقل کړی دی او غواړي په دې توګه په ټولنه کې يو بدماش او وسله وال کس لوی شي او تجربو ښودلې چې دغې شخصې د ټولنې غله،ډاکوان،او قاچاقبران لويږي.
خو ځينې نور بيا په دې اند دي چې دغه ګام په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو په اشاره شوی چې دوی غواړي افغان لکه څنګه چې يې مشران د ډي ډي ار او ډاياګ د پروګرام له مخې بې وسلې کړل همدغه شان تنکي ځوانان هم د رسنيزو تبلغياتو او بنديزونو په توګه له ټوپکه وګرځوي تر څو راتلونکی نسل په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو له پاره کوم خطر جوړ نه شي او د هېواد د خپلواکۍ له پاره د بهرنيو د يرغلونو دفاع ونه کړي.
په انځورونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د اختر په ورځو کې اخيستل شوي څو انځورونه چې کوچنيان په کې د پلاستيکې ټوپکونو په مټ له خپلو همزولو سره لوبې کوي.
عبداللطيف نظيف