نيويارک ټايمز:تېرو۶ مياشتو کې دافغانستان ۴۱۰۰ امنيتي سرتيري وژل شوي
(عزم:پنجشنبه،۰۱ زمری ۹۴)د امريکا دنيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه تازه راپور کې ويل شوی چې د ۲۰۱۵ زيږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د افغانستان د امنيتي سرتيرو ۴۱۰۰ تنه سرتيري وژل شوي او ۷۸۰۰ نور سخت ټپيان دي د ورځپاڼې په وينا دغه تلفات د تېر کال په نسبت ۵۰ سلنه زيات شوي دي.
په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو يوه قومندان نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي چې دافغانستان په امنيتي ځواکونو کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ يو بل جدي ګواښ داهم دی چې له نظامي ليکو څخه سرتيري تښتي چې وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي.
د افغانستان د ملي اردو يو جنرال عبدالهادي خالد نيويارک ټايمز ته ويلي چې ((د افغانستان امنيتي ځواکونه په نظامي ډګر کې اوس په تعقيبي حالت کې نه دي مګر په دفاعي حالت کې دي نو ځکه د سرتېرو تلفات زیات شوي دي))
له کاپيسا ولايت څخه په ولسي جرګه کې د خلکو استازي ميرداد خان نجرابي ويلي چې ((سږ کال مونږ د امنيتي سرتېرو د ډېرو تلفاتو شاهد يو، او سږ کال د امنيتي سرتېرو له پاره تر ټولو خونړی کال دی))
دا په داسې حال کې ده چې په روان کې د وسله والو طالبانو بريدونه کې ډېر زياتوالی راغلی چې په تېرو ۱۴ کالونو کې يې بيلګه نه وه.
د يادونې وړ ده چې د تېر میلادي کال په وروستيو کې د هېواد امنيتې چارې کورنيو سرتېرو ته وسپارل شوې او تېر کال پليو بهرنيو عسکرو د کورنيو سرتيرو له مرستې لاس واخيست.
د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي وايي چې وسله وال طالبان غواړي چې له فرصته په استفادې د افغانستان د نظام د سقوط له پاره مبارزه وکړي او د افغانستان دولت له امنيتې ګواښونو سره مخ کړي.
عبداللطيف نظيف