د امريکا ددفاع وزير په يو ناڅاپي سفر عراق ته رسېدلی

U.S. Defense Secretary Ash Carter walks along the tarmac with U.S. Army Lt. Gen. Ron Lewis, left, and Chief of Staff Eric Rosenbach, second from left, and members of his security team before boarding a E4-B military aircraft at Queen Alia Airport in Amman, Jordan, Wednesday, July 22, 2015, en route to King Abdulaziz International Airport in Jiddah, Saudi Arabia. Carter is meeting with Saudi King Salman and other Saudi officials. (AP Photo/Carolyn Kaster, Pool)

(عزم:پنجشنبه،۰۱ زمری ۹۴) د امريکا ددفاع وزير اشټن کارټر نن دپنجشنبې په ورځ په يوه نا اعلان شوي سفر له سعودي عربستان وروسته عراق ته رسېدلی.
نوموړي تېره ورځ  په جده کې له پاچا سلمان سره د ايران د اتومي لانجې په اړه خبرې وکړې.
نوموړی به  نن په بغداد کې  ميشتو امریکايي ځواکونو او عراقي چارواکو سره ګوري.
عراق ته د امريکا د دفاع وزير اشټن کارټر د امريکا د دفاع وزيرپه توګه لومړی سفر دی،نوموړی د روان کال دفروري په مياشت کې د امريکا د دفاع وزير په توګه وټاکل شو.
د امریکا دفاع وزير د خپل منصب د ترلاسه کولو په لومړيو ورځو کې د عراق په اړه کومه نوې پاليسي او طرحه نه وه اعلان کړې.

په عراق کې شاوخوا ۳۳۶۰ امريکايي سرتيري اوس هم شته چې د عراقي فوځ د روزنې او په جنګي پلانونو کې له عراقي سرتېرو سره مرسته کوي،او ددې ترڅنګ امريکايي هوايي ځواکونه په عراق کې د داعش وسله والې ډلې په خلاف هوايي بريدونه هم کوي.

عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button