افغانستان د کرېکټ شل اوریزو سياليو نړیوال جام ته لار ومونده

150218095050_afghanistan_cricket_team_640x360_getty_nocredit

(عزم:پنجشنبه،۰۱ زمری ۹۴) د ۲۰۱۶ زيږديز کال  د شل اوریزو نړیوالو سياليو ته د لار موندنې له پاره  نن افغانستان له پاپوا نوي ګیني سره وروستۍ  لوبه وکړه چې بری د افغانستان په برخه شو او د کرېکټ شل اوریزو نړیوالو اتلولیو ته یې لار وموندله.

د پچې له ګټلو وروسته لومړی لوبه د پاپوانوي ګيني لوبډلې وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې يې  افغانستان ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه چې افغانستان دغه هدف په ۱۹ اورونو کې پوره کړ.

د افغانستان توپ اچوونکو ښه توپ واچاوه چې په لومړيو شپږو اورونو کې يې د مقابل لوري درې لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان په بري کې نوروز منګل تر ټولو ښه وځلېد چې د افغانستان د بريا له پاره يې  ۶۵ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.
ننۍ لوبه د نجیب ځدران دوروستۍ شپږيزې په وهلو سره د افغانستان په بريا پای ته ورسېده.

په ننۍ لوبه کې د ملي  لوبډلې د ورو توپ اچوونکي شرف الدین اشرف پر ځای تېز توپ اچوونکی حمید حسن ته په لوبډله کې ځای ورکړل شوی و.

د افغانستان د لوبډلې لومړنۍ لوبډلمشر نوروز منګل د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

نوموړی د هانګ کانګ پر وړاندې لوبه کې هم د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی و.

د جایزې اخېستو پر مهال نوروز منګل وویل:”د هانګ کانګ په وړاندې  هم ما ښه لوبه وکړه، د لوبې غوره لوبغاړی شوم خو خوښ نه وم ځکه چې لوبه مو بایللې وه. د افغانستان ولس خپه و نو زه هم خپه وم. نن مو لوبه ګټلې. مینه وال مو خوښ دي نو زه هم خوشحال یم”

د کرېکټ نړیوالې شل اوریزې سيالۍ به د راتلونکی زيږديز کال د مارچ په مياشت کې په هند کې ترسره شي.

ټولو درنو هېوادوالو ته دې مبارک وي

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!