د رسمیت پېژندنې دا طلسم به اخیر مات شي!

خط اول
پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو دوه کلونه پوره شول؛ خو تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم افغانستان په رسمیت پېژندلی نه دی. اوسمهال په کابل کې د چین، روسیې، پاکستان، قطر او متحده عربي اماراتو سفارتونه پرانیستي دي؛ خو یادو هېوادونو هم د افغانستان د رسمیت پېژندنې په اړه چوپه خوله دي. امریکا، اروپايي ټولنه او ملگري ملتونه هره اوونۍ نوې خبرې کوي. کله پر افغان حکومت تورونه پورې کوي او کله پرې نوې شرطونه ږدي. افغانستان به تر اخیره داسې انزوا کې نه پاتې کېږي؛ ځکه که موږ نړۍ ته اړتیا لرو، نو نړۍ هم موږ ته اړتیا لري او افغانستان په داسې ستراتیژیک موقیعت کې پروت دی چې هر هېواد ورته اړتیا لري. د نړۍ د گڼو هېوادونو برحاله او پخواني چارواکي خپل هېوادونه له افغانستان سره د اړیکو په بیا جوړولو ټینگار کوي او خپل حکومت هڅوي چې له افغانستان سره تعامل وکړي.
میاشت وړاندې د برېتانیې د دفاعي کمېټې مشر توبیاس ایلووډ له خپل هېواد غوښتي وو، چې له افغان حکومت سره مذاکره او تعامل وکړي او په کابل کې د خپل سفارت بېرته پرانیزي. نوموړی افغانستان ته راغلی و او له سفر وروسته یې د افغانستان اسلامي امارت د حاکمیت لاندې امنیت، ازاد تگ راتگ او د اداري فساد مخنیوی په افغانستان کې لوی پرمختگونه یاد کړي وو. ایلووډ ویلي وو، افغانستان کې چې اوس کومه ارامي ده، له ۱۹۷۰ز کلونو راهیسې دا هېواد داسې ارام نه و.:(( اوس یې وخت دی برېتانیه له افغانستان سره تعامل وکړي او لومړی گام زموږ د سفارت پرانیستل دي. د کینې او سکوت ادامه به یوه بله تېروتنه وي؛ ځکه په کابل کې د برېتاینې سفارت تړل کېدل امنیتي، نه بلکې سیاسي دي. افغانستان کې د تریاکو او قاچاق بازار ړنگ شوی دی او اداري فساد کم شوی.))
روانه اوونۍ په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر عارف لالايي هم له خپلو چارواکو غوښتي وو، چې د افغانستان سرپرست حکومت سره دې د تعامل له لارې را وړاندې شي او باید له افغان دولت سره خبرې وکړي. نوموړي ویلي و، کاناډا باید په کابل کې خپل سفارت تخلیه کړی نه وی او نه یې ډیپلوماټان له کابل ویستلی وی؛ ځکه دا د اندېښنو حللاره نه ده.
د کاناډا سربېره څو میاشتې وړاندې چینايي چارواکو هم ورته خبرې کړې وې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي وو، چې له افغان سرپرست حکومت سره دې تعامل ډېر کړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینگ ویلي وو، افغانان له تر ټولو سخت حالت څخه وتلي دي، خو ننگونې لا هم شته او افغانستان بهرني ملاتړ او مرستو ته ډېره اړتیا لري.:((پکار ده چې نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره تعامل او خبرې پیاوړې کړي او دغه راز د افغانستان له بیارغونې او پرمختگ څخه دې ملاتړ وکړي.))
د تعامل دغه خبرې داسې مهال کېږي، چې د افغان حکومت سیاسي مخالفین لا هم هیله لري، چې د نړۍ اشرگړي بیا له ځان سره ملگري کړي او پر افغانستان به بیا کوم هېواد برید وکړي او دوی به واک ته ورسوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان حکومت سیاسي مخالفینو ته په ښکاره وویل، چې افغانستان ته ولاړ شئ او له حکومت سره مذاکره وکړئ.:(( امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی بېرته پیل شي او موږ د طالبانو پر وړاندې د وسله‌والو مخالفت څخه ملاتړ کوو. موږ له ټولو خواوو غواړو چې له زغم څخه کار واخلي او تعامل وکړي؛ ځکه دا یوازېنۍ لاره ده چې افغانستان کولی شي له ډېرو ننگونو سره مقابله وکړي.))
تمه شته چې افغانستان به ډېر ژر له انزوا حالت څخه ووځي؛ ځکه د افغانستان اوسنی امنیت، د اداري فساد ورکېدل، زورواکي، لنډه‌غري او نورو کډه کړې او ورسره د بیارغونې پروژې هم ښې روانې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button