د چاپې څخه وړاندې ماښام

ایثار بتار

یو مازدیګر وو زیړ لمر خپل وزرونه ټولول د یوې وحشتناکې  شپې د تیارو څرک په خپریدو وو.

د مصباح العلوم مدرسې مخته د لوبو میدان کې یو خړ پړ طالب طالب العلم شهيد اکبر الدين (تقبله الله)قدم واهه په سپيرو شونډو يې د ژوند وروستی مسکاوې خپرې وې

د دې ورځې جنتي بشر ډیر خفه او زړه ماتی وو د اشغالګرو او د هغوی د مزدورانو ظلمونو د انتقام جوش او ولوله يې په طوفاني څپو بدله شوې وه.

دمدرسې لوري ته په مات زړه د سوچونو په دریاب کې ډوب راروان وو.

غلی راغی.

له یو سوې اسویلي سره یې غږ هم غريو نیولی وو.

د صحنې د عيني شاهد له قوله:

په همدغه شپه هوايې فضا ټوله د اشغالګرو کشفي او عملیاتي چورلکو نیولي وه مدرسه کې د پخوا په پرتله ډیره خاموشي خپروه هرې خوا څخه د یو پيښيدونکي غم څرک لګیده.

شپه پخه شوه طالبانو د خپل معمول له مخې د کتبو مطالعه بس کړه او د ارام لپاره خپلو خوب ځایونو ته ستانه شول.

جنتي طالب ځانته د لمانځه لپاره مسله هواره کړه له دوه رکعته لمونځ کولو څخه وروسته سلګو واخیست او د عاجزی لپې یې د لقا او د زړه د ارمان د پوره کیدو په هیله پورته کړې .

ما دا هر څه په خپلو سترګو مشاهده کول

جنتي طالب خپل رب ته ډیرې سوې اوښکې تويې کړې او له اشغالګرو او د هغوی د غلامانو او مفسیدونو څخه یې شکایات ورته وړاندې کړل.

د لمانځه له ادا کولو وروسته راغی خپل د خوب بستر ته له داسې یو فکر سره چې د صحنې په لیدو درته داسې احساس کيده چې له سختې ستړیا او مایوسی څخه وروسته یو ارام ګاه ته لار اومومي.

خو خبر نه وو چې لږ ساعت وروسته به د ابدي ارامګاه په لوري کوچ کوي.

د شپې نیمايې حصه کې د کلي له طرفه یو ډول ځوګ راته بل ډول اوازونه راپورته کیدل.

چې لږ ورورسته د مدرسې مرکزي دروازې څخه خړ مخې غلامان راننوتل.

له راننوتلو څخه وروسته (لاسونه پورته کی، غږ مه لری، په خپلو ځایونو کې اوسی )  دا غږونه ډیر وحشي ول د مدرسې واړه طالبان له ډیرې ورخطایې سره مل په خپل خوب ځایونو کې په ترسیدلي ډول راکیناستل

د هر خړ مخي اجیر په خوله د جنتي طالب نوم یادیده

جنتي طالب هم له خپل بستر څخه ورپورته شو دوی له ډاره نشو ورته رانیږدې کیدای

تر څو دی خپله دروازې ته ورغی او لاسونه يې پرې ولچک کړل.

له دروازې څخه یې بهر کړو ډیرې یې د تسلیمی چيغې پرې ووهلې خو جنتي طالب دا هر څه په چوپتیا سره تیر کړل

اجیرو ملیشو جنتي طالب په سینه غلبیل غلبیل کړ

جنتي طالب ړنګ بنګ لکه چنار په ځمکه راوغورځیده  ټټر یې په سرو وینو ګلګون او تور زلفان یې خواره واره په سپين جبين رامات شول.

چاپه تر سهاره اوږده شوه د کفر د کرايې شویو ملیشو د علم دښمنانو د علم د ګلبڼ د هر یو لوی او وړکي طالب لاسونه تر شاه تړلي وو.

دغو نړیوالو ترهګرو د طالبانو د کتابونه،قلمونه او ان د قران کریمونو بې هم حرمتی وکړه او ځمکې ته يې راوغورځول

سهار شو

یو ویرجن سهار، یو له غمه ډک سهار  په ټول کلی  او سیمې د غم او د خفګان یو تور څادر راخپور وو

هوکې!

دغه سهار یو شهید شوی سهار وو په د شهید سهار کې یو دنګ منار نړیدلی وو

د محمدي امت سپين لښکر څخه یو بتاري ستوری د تل لپاره راوغورځيد.

روح د ښاد او یاد د تل وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button