ډار که مشترکه لاره!

منصور عصمتي
د سعودي عربستان وليعهد، محمد بن سلمان له فاکس نيوز سره مرکه کړي. هغه د مرکي په جريان کې د نورو موضوعاتو سربيره، د اسامه بن لادن او د اسرائيلو سره د اړيکو موضوعات هم ياد کړې.
محمد بن سلمان، د شيخ اسامه بن لادن په اړه وايي: اسامه بن لادن په سعودي عربستان کې دننه بریدونه پلان کړل او موږ له هغه چا سره همکاري نه شو کولای چې سعوديان یې وژلي او زموږ هېواد یې ګواښلی دی.
“اسامه بن لادن د سعودي عربستان او امریکا دښمن دی.” ددې خبرو معنی دا وځې چې د امريکا دښمن زموږ دښمن دی.
اسامه بن لادن يو ملنګ مزاجه مجاهد شخصيت ؤ. امريکا د دوهزره يويشتم کال د سپټمبر د بريد وروسته د اسامه بن لادن د نيولو امر وکړ. نوموړي مجاهد ته ټول اسلامي نړۍ کې چا د ډار له امله ځای ورنکړ، تر هغه چې افغانستان ته راغی.
امريکا د ا.ا.ا څخه وغوښتل تر څو هغه امريکا ته تسليم کړي، خو د افغانستان حکومت د شريعت په رڼا کې او د ميلمه پالنې د ستر دود له وجې هغه امريکا ته تسليم نکړ..
امريکا تشه بهانه وکړه او پر افغانستان يې بريد وکړ، په افغانستان کې يې د ا.ا.ا حکومت چپه کړ. افغانانو د يو مجاهد ميلمه په سر حکومت قربان کړ، خو بل طرفته بن سلمان د امريکا سره د ګټو لپاره هغه خپل دښمن ګنې.
په نننۍ نړۍ کې د دولتونو مينه له اسلام او جهاد سره کمه شوې. ټول يوازې د مادياتو په ډنډ کې راګير شوي، د اسلامي امت د مظلومانو غم ورسره نشته.
په عراق، سوريي، فلسطین، برما کې مسلمانان په بد حالت کې ژوند کوي، خو د اسلامي نړۍ حکام له اوکراين سره څلور سوه ميليونه ډالر مرسته اعلانوي.
بل طرف ته د اسراييلو سره د اړيکو پر ښه کېدو غور کوي. د فلسطين قضيه پر خوله هم نه راولې.
کفري نړۍ د اسلامي ممالکو ډير حکام داسې روزلي چې ددوی له يوې خبرې هم سرکښې نکوي.. دا حالت به د رب په مرسته بدلون مومي. انشاءالله…
رب تعالی دې د اسلامي نړۍ حکام د طاغوت په وړاندې يو موټی کړي.
رب تعالی دې بيا د اسلام هغه تير برم ژوندی کړي، هغه برم چې د کفري نړۍ حاکمانو ځانونه غلامان ګنل تر څو د اسلامي نړۍ حاکمان پرې حمله ونکړي.
بیا د همدې ورځې په هيله!