په ابو المساکين سره ملقب صحابي څوک و؟

سید کمال آغا

جليل القدر صحابي حضرت جعفر بن ابي طالب رضي اللّٰه عنه د رسول اللّٰه صلی اللّٰه عليه وسلم د اکا زوی و. په مکه مکرمه کې يې اسلام قبول کړ او بيا يې د حبشې طرف ته هجرت وکړ. کله چې خيبر فتح شو، نو بيا له حبشې څخه مدينې منورې ته ستون شو. نو ګويا ده دوه هجرتونه کړي دي.

ده د مسکينانو سره مينه درلوده، د هغوی سره به يې ناسته ولاړه، خبرې او مجلسونه کول، لکه حضرت ابو هريره رضي اللّٰه عنه په يوه روايت کې وايي: خير الناس للمساکين جعفر بن ابي طالب ينقلب بنا فيطعمنا ما في بيته حتی ان کان ليخرج الينا العکة ليس فيها شيء فيشقها فنلعق ما فيها. (البخاري۲/۳۲۹)

ژباړه: د مسکينانو لپاره غوره او بهتر سړی حضرت جعفر رضي اللّٰه عنه و، موږ به يې بېولو او کوم شی چې به يې په کور کې و، موږ ته به يې د خوړلو لپاره راکاوه، آن کله به داسې وخت هم راغلی چې يوه کڅوړه (د شاتو يا د غوړيو) به یې راوايسته چې په هغه کې به څه نه و، موږ به څيري کړه او څټله به مو.

په همدې وجه ده ته ابو المساکين ويل کېده.

ده ته جعفر طيار او ذو الحناحين هم ويل کيږي، ځکه کله چې دئ مبارک د ۴۱ کاله په عمر په غزوه موته کې شهيد شو، نو نبي علیه الصلوة والسلام وويل: رايت جعفرا يطير في الجنة مع الملائکة (الترمذي ۲) او کما قال عليه السلام.

ژباړه: زه جعفر وينم چې په جنت کې له ملایکو سره الوزي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button