د باګرام زندان خاطرې / دوهمه برخه

قاري صدام بهیر
عسکر را وړاندې شو له اوږو یې ونېولم را جیګ یې کړم د خبرو توان مې دلاس د درد له وجې نه در لوده اشاره مې خپلو لاسو نو ته وکړه لاسونه مې همداسې برق نېولي پاتې ول ،عسکر برچه را ویسته او پلاستيکي والچک یې ورباندې وشلوۀ یو دم مې په ټول ځان کې ارامي احساس کړه نفس مې بیخې ورته تنګ شوی ؤ د څپېړو خو مونږ هېڅ پروا نکوله ،څارنوال بیا راغی زمونږ نومونه یې نوشته کړل بېرته په مخه لاړ، عسکر راغلو وای د سهار لپاره هګۍ خوری او که کوچ او یا ملایي مونږ ویل څه مو چې خوښه وي عسکر و خندل ویل یې انتظار شئ لږ وروسته راغلو ویل یې پاڅېږئ رنجرو کې کېنولو او مخ د باګرام یې را وستلو چُپه چُپتیا وه ځای ځای د سپیو غپا راتله د محبس ساحې ته چې ورسېدو یو اطاق کې سترګې تړلي انتظار ناست ؤ، چې یو څو نفره را ننوتل چې سترګې مو خلاصې کړې امریکایان ول بایومېټریک یې شروع کړو وروسته له هغې یې را وستلو سرونه یې را باندې ماشین کړل د دروازې ګړز سره یې زمونږ سترګې خلاصې کړې والچکونه زولنې یې هم لرې کړې په دوه متره اطاق کې مو د راتلونکې لپاره د هېله مندۍ شپې سبا کولې عجېبه ځای ؤ په دې دوه متره اطاق کې خوب، ډوډۍ، اودس ماتی لمونځ هر څه ؤ عجېبه خو دا وه چې دا کموډ په سر یې راته کېمره ایښې وه؛ سخت د شرم ځای وه رښتیا هم باګرام د هغو صحنو شاهد ده ، چې انسانیت ترې شرمیږي په دې تشنابي ځای کې شپه او ورځ نه وه معلومه دومره ضیق (تنګ) ځای وه چې ما سېوا له دوه غټ ګروپو نو مو نور هېڅ نه لېدل ،یواځې ناستې را باندې خوب را وسته پوه شوی نه وم عسکر در وازه وټنګوله سترګې مې خلاصې کړې د غرمې ډوډۍ یې را وړه ورېجې یوه مړه وچه ډوډۍ ورسره لږ لوبیا وه له ستوني مې نه ښکته کېدله زمونږ یو ملګری هم تر کشف لاندې وه د ټلېفون له لارې هغه ته په تشویش وم، له ډوډۍ خوړلو وروسته مې اودس شروع کړو د سهار قضا شوی لمونځ باندې مې شروع کړې وه چې عسکر د دروازې کړکۍ خلاصه کړه او یو وار بیا یې د سترګو تړلو او والچک را اچولو سره پښې هم راته زولنې کړې او د زخمیانو په بایسکل یې نامعلوم خواته روان کړم.
عسکر چې د ګوډانو بایسکل کې کېنولم ، ډېر په سر عت یې قدمونه اخیستل له ۵ دقېقو مزل وروسته یې یوې ارامې کوټې ته بوتلم چې اصلا د هېڅ شې غږ هم نه اورېدل کیده والچک او سترګې یې را باندې خلاصې کړې پښې مې زولنې وې، له لږ چپتېا وروسته یو کس را ننوت ،چې نکټایې یې اچولې ده او ډېر په اخلاق یې رانه د چاپې د وضعیت په اړه پوښتنه وکړه/ ماورته کړل زه انسان یم! ویل یې هو ولې نه ماویل دوي خو داسې برخورد له ماسره وکړو چې اصلا انسان ترې عاجز دی ماویل شکر زه انسان یم ، خو کم خلک چې تاسې را لېږلی ول فکر نکوم که انسانان وې، داسې منافقانه خندا یې وکړه، ویل یې که رښتیا دې وویل خو ښه ده، او که رښتیا دې ونه ویل اصلې برخورد به دلته ووېنې!
ښاا څه دې کړي؟
ما ویل: هېڅ!
له قهر یې راته سترګې سپرغۍ سپرغۍ کړې، سر یې ټېټ کړو ویل یې سر له اوسه دې په قهر کړم. له دې سره مې د نورو اطاقو څخه د چېغو غږ تر غوږو شو چې سختې بغارې یو بندي وهې او درب دروب شروع ده څارنوال بیا مخ را تاو کړو تا خو د هغه بل بندې غږ واورېده خوښه دې نه ده چې ستا غږ هم واورې مطلب یې دا وو چې وهل در کړم دا خبر یې چې وکړه یو بل کس راغی غټ نفر ؤ سور او سپین مخ یې وه چې راته مخامخ شو ویل یې په ادب کېنه په څوکۍ ماویل که وهلو ته بهانه غواړې هغه بېله خبر ده کنه زه خو سم ناست یم چپ شو ،ویل یې دا کوټه د وهلو نه ده هغه بل اطاق ته یې بوځی فکر کوې چې خانه خاله ده د کریم په نوم یې عسکر ته غږ کړو او بل اطاق ته یې بوتلم ویل یې ښا څه دې چې کړي وایه ماویل څه خو مې نه دې کړي
له دې سره برق لاس کې وه برق ته یې ورکړم رښتیا شې ډیر تاثیر راباندې وکړو او بیا را مخکې شو له ستونې ونېولم او په نس خېټه کې په ګونډه اووهلم چې څنګه خطا شوم چوکۍ یې را واخیسته او زما ملا ته یې ونېوله چې د بې هوشۍ علامې را کې راغلې پرې ښودم اوبه یې راکړې او یو ځل بیا راته مخامخ شو زما چې لږ معمولې ږیره راغلې وه په دوه ګوتو یې ونېوله راته کړل یې ما پېژنې!؟
نور بیا….