د ژوند له ماتو او محدودیتونو څخه مه ویریږئ

مطمین اوسه هر ماتې ستا د کامیابۍ مقدمه ده او هر محدودیت ستا د نړۍ د ارتقا له پاره پول دی.
سامویل مورس ته چې کله د خپلې ښځې د ناروغۍ پیغام ورسید، ډیر ناوخته و او کله چې شفاخانې ته ورورسید، نو هغه له دنیا تللې وه. دغه امریکایی نقاش او مخترع د پیغام له دغه ناوخته رسیدو څخه زیات ناراضه شو، چې له امله یې ډیر لږ وخت وروسته نوموړي تلګراف اختراع کړ.
جان کوم، د خراب اقتصادي وضیعت له امله ونشو کولای، چې له امریکا څخه د خپل پلار سره په اوکراین کې تماس ټینګ کړي، همدا محدودیت یې د خپلو اهدافو په مسیر عاطفي نقطه شوه او لږ وخت وروسته یې واټساپ تاسیس کړ.
نیک ووډمن د سیند د څپو پرمخ سورلي کوله او دا یې خوښول چې له ځان څخه په همدغه وخت کې تصویر واخلي مګر امکان یې نه و. څه وخت وروسته نوموړي د ګوپرو په نوم یو شرکت تاسیس کړ، چې اوس په نړۍ کې د لوړ کیفیت لرونکو ورزشي کیمرو یواځینی شرکت ګڼل کیږی.
اینګوارډ کمپارد هغه کس و، چې په ماشومتوب کې یې د سویډن ښار په جنوب کې اورلګیت (تیلو دبلي) خرڅول، کله چې ستر شو، یوه ورځ د وسایلو د ځای پر ځای کولو په وخت کې په دې ونه توانید چې یو میز د خپل ماشین په منځ کې ځای پر ځای کړي، نو ناچار شو چې پښې یې باید بیرون ته راوړی. لږ وخت وروسته نوموړی د ایکیا په نوم یو شرکت تاسیس کړ، چې نن ورځ د په نړۍ کې د کور د ښکلو لوازمو او پرمتللو ماشینونو له کبله لوړ مقام لري.
نوټ: معمولآ لوي پرمختګونه د ماتې له ژوروالي او محدودیتونو څخه منشا اخلئ، نو له محدودیتونو څخه مه ویریږئ بلکې انګیزه ترې واخلئ!
او د ماتو په مقابل کې مه تسلیمیږئ، بلکې تر پښو لاندې یې کړئ او له هغو څخه اوج ته د رسیدلو له پاره پول جوړ کړئ.
کامیاب خلک هغه دي، چې هم یې ماتې تجربه کړئ او هم یې محدودیت تجربه کړی، خو د بریا راز یې دادی چې له ستړتیا سره سره یې خپل کار ته ادامه ورکړې او هدف ته رسیدلي دي.
لیکنه: محبت شاه همت