غزل: لا خو نه پرېدمه لارې د امېد

بيا به خپلو ناکردو ته شې خجل
چې مې وتړل شي زنه په ململ

لاس تر زنې به مې ناست وي پکې ګل
او چراغ به مې بلېږي په بورجل

په خاطر باندې مې راغلې ناګهان
خيالات دې رانه هېر کړل د غزل

ستا په حسن کې د کرکې دا مزاج
لکه زهر په شربت کې د صندل

هسې بلوڅي مې په سترګو کې ګيلې
لکه شمعې چې بلېږي د محفل

لا خو نه پرېدمه لارې د امېد
لا مې پاتې هر مراد نا مکمل

له خپل زړه سره خو کېږي هر رواج
مګر ګرانه شي د بل د زړه ساتل

زنده ګي مې که هر څو ده مستانه
شرنګ يې نه راځي تر غوږو د پايٙل

خندېدل مې شمائلې دي عبث
څو لرمه د زړګي په سر ګايٙل

شمائله سليمي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button