حضرت ابوبکر صدیق “رض” حضرت زید بن ثابت “رض” ولې د قرانکریم د ټولولو لپاره وټاکه؟

– ځکه چې تر هغه وخته د ده عمر ۲۲ کاله و او پوره انرژي یې د دې کار لپاره لرله. بل د مشرانو صحابه وو ډېر احترام یې درلود او نهایت مؤدب انسان و.
– بل دا چې ډېره قوي حافظه یې درلوده او په دقت کولو کې نبوغ ته رسېدلی و. د عربي ژبې سربېره یې په فارسي، رومي، قبطي، حبشي، سریاني او عبري ژبو باندې هم ښه پوهېده.
– زید رض د قرانکریم مکمل حافظ و او یو له کاتبانو د وحیې څخه هم و او هغه څوک و چې وروستی ځل یې خپل ټول قرانکریم نبي علیه السلام ته ور واوراوه او هغه حضرت هم ورتایید کړ.
– بل خبره دا چې زید رض به د مشرانو په مجلسونو کې تل حاضر و او خبره یې هم د منلو وه. په حقوقي او قضایي مسئلو کې د لوړې درجې خاوند و او د ټولو ورباندې اعتبار و، په دې برخه کې په مدینه منوره کې ډېره موده د قضاء، قرائتونو او فرایضو په برخه کې رییس هم پاتې شوی و.

ژباړه او لنډیز: عاقب عمر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button