ناروغۍ او لېږدېدنه یې
ناروغي د بدن يا د ماغزو غېرنورماله حالت دی چې د نارامۍ ،ناهوساينۍ، د بدن په ژونپوهنيز حالت کې خنډ او د ناسم کار لامل او سبب گرځي خو ددې تر څنگ ناروغ او د هغه اړونده چاپېريال کې خلکو ته د ناخوښۍ او ځورېدنې او د ناروغۍ د لېږدېدنې سبب هم کېدای شي. کله ناکله دغه اصطلاح په ټولگړي توگه د ټپونو، ساينډرومونو، نښونښانو، نه اټکليزه کړه وړو او په انساني زغښت کې د نه اټکلېونکي بدلونونو او کړنو د څرگندونې لپاره کارول کېږي، خو په کارپوهيزه کچه بيا دا اصطلاح د بېلابېلو کټگوريو ناروغيو لپاره چې يوه محدوده ځانگړنو پورې اړوند وي، کارول کېږي.
رنځپوهنه يا پېتالوژي د ناروغيو په هکله د زده کړې پوهه ده. د ناروغيو د سيستماتيکې ډلبندۍ مضمون ته ناسولوژي يا nosology هم وايي. د انسانانو د ناروغيو او د هغو د درملنې په هکله دغه ارت پوهنيز ډگر، طبابت يا medicine دی. د ژوو طبابت بيا د ناروغيو په څېړنه کې بله څانگه ده، په دې څانگه کې د ژوو د ناروغيو لاملونه او د درملنې لارې چارې څېړل کېږي. د ژوو طبابت ته بېتاري او يا وېترېنري هم وايي. بوټې هم بېلابېلې ناروغۍ لري، او په بوټو کې هم د انتاني ناروغيو ورته پروسې شته په همدې توگه بوټې د خوراکي کمښت په سبب هم او يا د ړنگېدونکي ميوټېشن په سبب هم په بوټو کې ناروغي پېښېږي. بوټرنځپوهنه هغه پوهنه ده چې د بوټو د ناروغيو په هکله پکې څيړنې کېږي.
ناجوړي، ناروغي او رنځ
په طبي چارو کې بيا کله نا کله د يو رنځ او ناروغۍ تر مېنځ توپير شوی او ناروغي هغه څه ته وييل کېږي چې يو ډول ځانگړي سببونه او لامل ولري. همدا شان په انگريزي ژبه کې هم د disease ويي او د syndrome تر مېنځ توپير شته. د disease وييکه هغې ناروغۍ ته وايي چې ځانگړې نښې او نښانې لري، خو د syndrome وييکه بيا هغې ناروغي ته وييل کېږي چې گڼ شمېر جوت نښې او علايم لري او ټول يوځای سره پېښېدونکي وي. که څه هم چې ډېر داسې حالتونه دي چې پېژندل شوي، خو لا تر اوسه پورې هم د “syndromes” په نامه ورته اشاره کېږي. د دې سره سره، گڼ شمېر نور ناجوت حالتونه او سببونه دي چې په طبي متنونو کې د “diseases” په توگه ورته اشاره کېږي.
که څه هم چې ناجوړي، د ناکارپوه ډلې خلکو لخوا په خپل ځان کې د ناسوب حالت د څرگندولو لپاره او د ناروغۍ په مانا کارېږي، خو په اصل کې دا د يوه وگړي د روغتيا ځاني پوهېدنه او ادراک لوري اشاره کوي او پرته له هغه رښتيا چې آيا نوموړی کس يوه ناروغي لري او که نه. يو روغ سړی پرته د کومې ناروغی نه هم ځان ناروغ احساسولای شي او هغه به داسې گومان کوي چې هغه ناجوړه دی. يو بل سړی به ځان روغ گڼي خو او په دې باور به وي چې په هغه کې هېڅ کومه ناروغي نشته خو په اصل کې به په هغه کې يوه ډېره وېرېدونکې ناروغي لکه د وينې خج ناروغي به وي کوم چې يوه مرگونې ناروغي ده چې د زړه درېدلو او يا هم د ماغزو شوک رامېنځ ته کولای شي
د ناروغيو لېږدېدنه
ځينې ناروغۍ لکه، والگی، ساري يا لېږدنده ناروغۍ بلل کېږي. داسې ناروغۍ د يوه ناروغ انسان نه نورو روغو انسانانو ته د بېلابېلو لارو نه ورځي او روغ سړي ته ناروغي ورپېښوي. د ساري يا لېږدنده ناروغۍ د هوا له لارې، د ناروغ د ټوخي له کبله د کوټې د هوا د ککړېدلو، د ناروغ د پرينجېدلو، د غوماشو د چيچلو، د ناروغ د خواړو د څکلو او يا په مکروبو اخته خواړو او څښاکونو له لارې هم خپرېږېي.
نورې ناروغۍ لکه د چنگاښ يا سرطان ناروغۍ او د زړه ناروغۍ، د لېږدنده ناروغيو په لړليک کې نه راځي او نه هم دغه ناروغۍ ساري گڼل کېږيږ، دا ډول ناروغۍ د بدن د منتن کېدلو په سبب نه پېښېږي خو هېره دې نه وي چې ځينې مايکرو-اورگانيزمونه يا کک-غړي د داسې ناروغيو د خطر عاملين اوسېدلی شي.