ایا خبر یئ چې سږ کال تر ټولو زیات کوم ځیرک موبایل پلورل شوی؟

عزم (شنبه، ۱/۷/۱۴۰۲): هر کال د موبایل جوړونکو شرکتونو له خوا نوي ځيرک موبایلونه بازار ته وړاندې کیږي، چې خلک یې د خپلو بېلابېلو ښېګڼو او ذوقونو پر اساس اخلي.
خو ایا پوهېږئ چې سږ کال تر ټولو زیات کوم موبایل بازارونو کې خرڅ شوی.
ممکن ذهن ته مو راشي، چې د ایفون نوې بڼه به بازار کې ډیره پلورل شوې وي؛ خو نه داسې نه ده.
ځکه نوی ایفون لا ډيرو ځایونو ته نه دی رسېدلی او ممکن د کال تر پای پورې په ډيرو پلورل شویو ځيرک موبایلونو کې حساب شي.
حیرانونکې دا ده چې سږ کال ډير پلورول شوي ۱۰ موبایلونه یوازې د دوو کمپنیو دي.
لاندې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د ۱۰ زیاتو پلورل شویو موبایلونو لیست کتلی شي:

‍۱: ایفون ۱۴ پرومکس ۲۶.۵ میلیونه سیټونه یې پلورل شوي)
۲: ایفون پرو (۲۱ میلیونه)
۳: ایفون ۱۴ (۱۶.۵ میلیونه)
۴: ایفون ۱۳ (۱۵.۵ میلیونه)
۵: ګیلکسي اې ۱۴ (۱۲.۴ میلیونه)
۶: ګیلکسي ایس ۲۳ الټرا (۹.۶ میلیونه)
۷: ګیلکسي اې ۱۴ (۹ میلیونه)
۸: ګیلکسي اې ۵۴ (۸.۸ میلیونه)
۹: ګیلکسي اې ۳۴ (۷.۱ میلیونه)
۱۰: ایفون ۱۱ (۶.۹ میلیونه)

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button