د نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته به څومره ډالر ورکول کیږي؟

عزم (شنبه، ۱/۷/۱۴۰۲): د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د راتلونکي نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته جایزه اعلان کړه.
یادې شورا پرون په یوې رسمي خبرپاڼه کې وویل چې د نړیوال جام ټولو ګډونوالو لوبډلو باندې به ۱۰ میلیونه امریکايي ډالر وویشي.
خبر زیاتوی چې د نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته به ۴ میلیونه ډالر ورکول کیږي.
د پایلوبې بایلونکې لوبډله به ۲ میلیونه ډالر خپل کړي.
تر نیمه پایلوبو رسېدونکې لوبډلو ته ۸۰۰ زره ډالر ورکول کیږي.
همداراز هغه لوبډلې چې له سټيج ۶ وروسته نړیوال جام څخه بهر کیږي، هغوی ته ۱۰۰ زره ډالر ورکول کیږي.
د دې ترڅنګ به د نړیوال جام ټولو ګډونوالو لوبډلو باندې هم ۴۰ زره ډالر وویشل شي.
د راتلونکي نړیوال جام بڼه د تېر ۲۰۱۹ جام ته ورته ده، چې ۱۰ مخکښې لوبډلې به پکې ولوبیږي.
د افغانستان په ګډون ۸ لوبډلو له وړاندې دغه جام ته لار موندلې وه؛ خو سري لنکايي او نیدرلینډۍ لوبډلې بیا د کوالیفایر سیالیو ګټلو په مرسته نړیوال جام ته ورسېدې.
لومړۍ سیالۍ به د اکتوبر په ۵مه د انګلستان او نیوزلینډ ترمنځ ترسره شي، چې په دوام به یې ټولې ۴۸ یو ورځنۍ لوبې ترسره شي.
دغه جام به د نومبر میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې په احمد اباد، حیدراباد، درمشالا، دهلي، چنايي، لکنو، پونې، بنګلورو، ممبۍ او کلکتې ښارونو کې دوام وکړي.
د پایلوبې لپاره احمد اباد ښار ټاکل شی چې په سټیډیم کې یې له ۱۰۰ زرو ډير کتونکي ځاییږي.
باید وویل شي چې د نړیوال جام لپاره د ګوتو په شمېر ورځې پاتې؛ خو لا هم بنګله دیش او سري لنکا خپل سکواډونه اعلان کړي نه دي.