ایټالیا پناغوښتونکو ته: پینځه زره ډالر راکړئ، بیا به مو نه نیسو

عزم(شنبه، تلې لومړۍ، ۱۴۰۲): د اېټاليې حکومت تازه پرېکړه کړې چې له پناه غوښتونکو به پینځه-پینځه زره ډالر اخلي، که نه نیول کیږي به. دوی ویلي چې ټول کډوال مکلف دي چې دولت ته یې پینځه زره ډالره ورکړي، ترڅو ونه نیول شي.
دوی ویلي چې دا پیسې به تر هغې اخلي تر څو د یوه پناه اخیستونکو دوسیه نه وي بشپړه شوي.
ایټالیې دولت ویلي چې له سرغړونکو سره جدي چلن کوي چې تازه یې د بند موده له درو میاشتو اتلسو میاشتو ته غځولې ده.
اوسمهال هغه پناه غوښتونکي چې په اېټاليا کې يې د پناه غوښتنه کړې، کولای شي په دغه هېواد کې د خپلې پناه غوښتنې د دوسیې تر څېړلو پورې د هغه هیواد دولت ته ۵ زره ډالره تادیه کړي.
دولت څرګندوي چې دا پیسې د وثیقې په بڼه اخیستل کیږي، تر څو کډوال د اسنادو د نه لرلو په وجه زنداني نه شي.
یاده کوو چې ایټالیا د کډوالو له لوړ هجوم سره مخ ده. دوی ویلي چې ښایي د زندانیانو شمېر ډېر کړو او همداشان په شرایطو نابرابر کسان له هیواده وباسو.