په پکتیا کې د نشه یي توکو ګڼ کښتونه له منځه تللي

عزم(شنبه، تلې لومړۍ، ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت په خپل ټویټر کې لیکلي چې د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یې تازه سلګونه جریبه ځمکه د نشه یي توکو له کښته پاکه کړې ده.
وزارت د پکتیا د امنیه قومندانۍ له قوله لیکي چې د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو له مخدره توکو سره د مبارزې د کمپاین په لړۍ کې تازه د پکتیا ولایت اریوب ځاځيو ته مخه کړې او هلته یې د کوکنارو او چرسو ګڼ پټي له منځه وړي دي.
د پکتیا امنیه قومنداني وایي چې د دې پراخ کمپاین په لړ کې یې د یاد ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې ۲ زره او ۷۰ جریبه د چرسو کروندې اړولې دي.
یاد وزارت همدارنګه تېره ورځ ویلي و، چې په خوست، پنجشېر، کندوز او سمنګان ولایتونو کې یې هم نږدې ۲۰ جریبه ځمکه له چرسو پاکه کړې ده.
ها خوا، د بغلان ځانګړو ځواکونو د بغلان په تاله او برفک کې بیا د نشه یي توکو د دوو کارخونو د سوځېدو خبر ورکوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!