زیلنسکي: د اوکراین تر بریا دې کاناډا زموږ تر شا ودریږي
عزم(شنبه، تلې لومړۍ، ۱۴۰۲): د اوکراین ولسمشر ولادمیر زېلنسکي له کاناډا هیواده غوښتي چې تر هغې دې یې ملاتړ وکړي ترڅو اوکراین په جګړه کې بریا نه وي خپله کړي.
اوکراینی ولسمشر ولادیمر زیلنسکي دغه څرګندونې پرون جمعه د سپټمبر په ۲۲مه د کاناډا پارلمان ته د وینا پر مهال کړې دي
نوموړي په خپلو خبرو کې له کاناډا مننه کړې چې د اوکرایني کډوالو ښه مېلمه پالنه یې کړې ده. زیلنسکي ویلي چې د ټول اوکرایني ملت په استازولي ورته سلامونه وړاندې کوي.
دی د کاناډا په رسمي بلنه دغه هیواد ته تللی او د یاد سفر موخه یې هم د روسیې پر وړاندې د اروپا مالي ملاتړ راجلبول ښوولي.