هلمند کې د بهرنيو اسعارو پر راکړه ورکړه بنديز ولګید

عزم: (شنبه، د تلې لومړۍ نېټه،۱۴۰۲): هلمند کې د ا.ا مسوولان وایي چې دغلته یې د بهرنیو اسعارو په راکړه ورکړه کلک بندبز لګولی دی.
د هلمند د اطلاعات او کلتور رئیس حافظ راشد هلمندی وايي چې نن (شنبه، د تلې ۱) د دغه ولایت په ټولو بازارونو کې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بنده شوې او زیاتوي چې خلک کولای شي بهرني اسعار یوازې په صرافیو کې تبادله کړي.
ښاغلي هلمندي له ټولو هلمندیانو څخه غوښتي چې له دې وروسته دې راکړه ورکړه په افغانیو وکړي.
نوموړي وویل، که څوک د دوی لخوا د بهرنیو اسعارو په راکړه ورکړه ونیول شو، محکمې ته به یې ور وپیژني.
اسلامي امارت په دې وروستیو کې په ټولو سویلي ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د پاکستانۍ کالدارو پر راکړه ورکړه کلک بندیز لګولی او له خلکو یې غوښتي چې خپلو افغانیو ته ارزښت ورکړي.