اسلام اباد محکمه: ملګرو ملتونو سره ثبت افغانان مه نیسئ

عزم(شنبه، تلې لومړۍ، ۱۴۰۲): پاکستاني رسنۍ وايي، چې د اسلام اباد سترې محکمې تازه ویلي چې هغه افغانان به نه نیسي چې د اوسېدو اسناد ولري.
سترې محکمې د پاکستان حکومت دې ته اړ کړی چې هغه افغان کډوالو ته څه ونه وایي چې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره ثبت دي.
د یاد هېواد سترې محکمې له خپل حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو لپاره دې د ملګرو ملتونو د کډوالو کنوانسیون له مخې یو میکانیزم جوړ کړي.
بلخوا په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ویلي چې له دې امر وروسته هم نیول کیږي. دوی وایي چې پولیس په لویو لارو او کوڅو کې ولاړ وي او افغانان پلټي.
یاده دې شي چې پاکستاني پولیسو په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیونې لړۍ چټکه کړې ده. په پاکستان کې شته افغان کونسلګرۍ خبر ورکړی چې پولیسو تازه ۸۰۰ افغانان نیولي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!