د ننګرهار په مومندرې کې یو کس د ۲۰ زره ډالرو د قاچاق په تور نیول شوی

عزم: (شنبه، د تلې لومړۍ نېټه،۱۴۰۲): د ننګرهار اړوند مسوولان وايي چې د تورخم کمیسارۍ منسوبینو یو کس د ۲۰ زره ډالرو د لېږد پرمهال نیولی دی.
د مسوولانو په وینا، یاد کس په مومندرې ولسوالي کې داسې مهال نیول شوی چې ۲۰ زره ډالر یې له هېواده بهر قاچاق کول.
مسوولانو زیاته کړې، له نیول‌شوي کس تر پلټنې لاندې دی.
تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د ډالرو د قاچاق په تړاو یو شمېر کسان نیول شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button