د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری؛ افغانستان کې یو میلیون ډېر خلک له لوږې سره مخ دي

عزم: (شنبه، د تلې لومړۍ نېټه،۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې افغانستان اوسمهال په هغو لسو هېوادونو کې دی چې له یو میلیون ډېر وګړي یې له سختې لوږې سره مخ دي.
دې ادارې نن (شنبه د تلې په لومړۍ نېټه) ویلي چې افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې ۱۹،۹ میلیونه خلک یې د خوړو خوندیتوب نه لري.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې د راپور له مخې، د کانګو، نایجریا، سوډان، اتیوپا، افغانستان، یمن، بنګلهدیش، پاکستان، او جنوبي سوډان نږدې ۷۰ سلنه خلک بېړنۍ خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي چې د افغانستان له یو میلیون ډېر وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.
تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو مرستندویه ادارو د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې د اړو کسانو د ډېروالي خبر ورکړی و.
په ورته وخت کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشر، مک کین په افغانستان کې د دې بنسټ د فعالیتونو د بندېدو خبرداری ورکړی چې دا اداره د اکتوبر د میاشتې لپاره په افغانستان کې بودیجه نه لري.