بلخ کې د یوې لویې دیني مدرسې جوړول
عزم: (شنبه، د تلې لومړۍ نېټه،۱۴۰۲): په بلخ کې مسوولانو په دغه ولایت کې د یوې لویې دیني مدرسې د جوړېدو اعلان کړی دی.
د باختر خبري اژانس (شنبه دتلې په لومړۍ نېټه) د راپور له مخې، مسوولانو ددغه ولايت په نهرشاهي ولسوالي کې ديوې ديني مدرسې دبنسټ ډبره کېښوده.
د خبر له مخې، دغه لویه دیني مدرسه به د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شي.
مخکې له دې د حکومت د پوهنې وزارت هم اعلان کړی و چې د هېواد په هره ولسوالي کې به شاوخوا لس دیني مدرسې جوړې کړي.