سهیل شاهین: له نړیوالې ټولنې مو وغوښتل څو افغانستان کې د کوکنارو د کروندګرو د بدیل معیشت لپاره پروژې برابرې کړي

عزم: (شنبه، د تلې لومړۍ نېټه،۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ايتاليا سفيرې ناتاليا کوينتاوال په دوحه کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر له مشر سهيل شاهين او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې له پلاوي سره وکتل.
ښاغلي شاهین په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې دوی د جمعې په ورځ (د وږي په ۳۱مه) په قطر کې سره ولېدل.
د هغه په وينا، په دې لېدنه کې د اسلامي امارت استازو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د کوکنارو د کروندګرو د بدیل معیشت لپاره پروژې برابرې کړي.
ښاغلي شاهین زیاته کړې چې دا پروژې به د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې کمپاین په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.