افغان، ازبک او د متحده اماراتو چارواکو درې اړخیزه ناسته کړې ده

عزم(شنبه، د تلې لومړۍ ،۱۴۰۲): د راپورنو له مخې، د افغانستان، ازبکستان او عربي متحدو اماراتو ترمنځ درې اړخيزه ناسته نن شنبه د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې ترسره شوې ده.
دا خبره د ټراسپورټ او هوایي چلند ادارې په خپل ټویټر خپره کړې ده. وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حميدالله آخندزاده، د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدين دلاور، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې رئيس ملا بخت الرحمن شرافت، د ازبکستان د ټرانسپورټ وزير الهام محکموف او د دغه هېواد د کانونو وزير بابر اسلاموف او همداراز د عربي متحدو اماراتو ځينو لوړپوړو غړو هم برخه اخیستې وه.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند ادارې رسنیزو مسوولانو ویلي چې د درې واړو هیوادونو استازو په افغانستان کې د کانونو پر کېندنې، د اوسپنۍ د پټلۍ پر پراختیا او همداشان د سویلي او منځنۍ اسیا پر نښلتیا خبرې اترې کړي.
یاده کوو چې تر دې وړاندې هم د ګاونډي هیواد ازبکستان یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته راغلی و او هغه مهال یې د هیواد له بېلابېلو ټرانزیټي سیمو لیدنه کړې وه. دوی افغانستان ته په لومړي راتګ کې له تورخم ښارګوټي هم لیدنه کړې وه او ویلي یې وو چې پر ګډو اقتصادي او سیاسي همکاریو به له سره کار کوي.