اسراییل: له ریاض سره د سولې هوکړه لیک ته نږدې شوي یو

عزم(شنبه، د تلې لومړۍ نېټه،۱۴۰۲): اسراییلي رسنۍ وایي چې د دې هیواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ملګرو ملتونو ۷۸ عمومي غونډه په ترڅ کې ویلي چې له ریاض سره د سولې یو لوی تړون ته نږدې شوي دي.
ده ویلي چې له سعودي عرب له بېلابېلو لوړپوړو چارواکو سره یې وخت ناخت ناستې کړي او لیري نه ده چې په نږدې راتلونکي کې دواړه هیوادونه د سولې او ټیکاو یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې شهزاده سلمان له دې مخکې هم د ملګرو متلونو په سږنۍ ناسته کې له نتنیاهو سره کتلي و. ریاض هیله ښکاره کړې چې په خپل هیواد کې به د اتومي پروګرام لړۍ پیل کړې.
یاده کوو چې د اسراییلو او سعودي عربستان اړیکې پخوا ترینګلي وې، خو په دې وروستیو کې د دوی په اړیکو کې تر ډیپلوماټيکې کچې تغیر راغلی دی.
د دواړو هیوادونو د ديپلوماټیک حالت ته د نږدې په موخه لومړي وزیر ننتنیاهو وړم کال هم ریاض ته سفر کړی و.