اسلامي امارت ایران ته د ۷۵ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته ورګرځولو خبر ورکړی

عزم: (شنبه،د تلې لومړۍ نېټه، ۱۴۰۲): د ستندرد ملي اداره وايي چې له ایران څخه وارد شوي ۷۵ ټانکره بې کیفیته تېل له پېژندلو وروسته بېرته یاد هېواد ته ورګرځول شوي دي.
دې ادارې نن (شنبه د تلې لومړۍ نېټه) ویلي چې دا تیل یې په فراه ولایت کې بېرته ایران ته ورګرځولي دي.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت نورم او ستندرد ملي ادارې له ایران، ترکمنستان او ازبکستان څخه سلګونه ټانکره بې‌کیفیته تېل پېژندلي او بېرته یې یاد هېوادونو ته ور ګرځولي دي.
دې ادارې ټینګار کړی چې هېواد ته د ټیټ‌کیفیته تېلو د واردولو جدي مخنیوی کېږي.
د اسلامي امارت مسوولانو ګاونډیو هېوادونو ته د بې‌کیفیته تېلو د بېرته ورګرځولو لامل د ټاکل‌شویو معیارونو نه‌درلودل بللي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button