د پوهنې وزیر: د اسلامي امارت په راتګ سره د ښوونځي او مدرسې واټن له منځه وړل شوی

عزم(شنبه، د تلې لومړۍ ،۱۴۰۲): د پوهنې وزارت سرپرست سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت له بېلابېلو دولتي مسوولانو، د هغه ولایت د پوهنې ریاست له کارکوونکو او ددې ولایت له مخورو سره ناستې کړي.
مولوي حبیب الله اغا د سرپل د پوهنې ریاست له کارکوونکو سره د ناستو پر مهال ویلي چې د اسلامي امارت د بیاراتګ راهیسې د ښوونځيو او مدرسو تر منځ شته واټن له منځه تللی.
سرپل ولایت ته د هېواد د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا د سفر موخه په دغه ولایت کې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو له منځه وړل په ګوته شوي.
له ښاغلي وزیر سره په ناسته کې د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د جوزجان د پوهنې ریاست لاسته راوړنې، شته ننګونې او له پرتو ستونزو پرده پورته کړې.
رحماني همداشان ویلي چې د ۶۸۹ علماوو د ګومارلو پروسه یې بشپړه کړې او د نورو بستونو ډکولو ته یې هم اړتیا لیده.
وزیر ژمنه کړې چې ددې ولایت په پوهنیز ډګر کې شته ستونزې به هواروي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button