د یوناما مشره ،افغان چارواکو ته: امریکا کې به د افغان بانکي سیستم د فعالولو غږ پورته کړم

عزم: ۱۴۰۰ لړم ۱ک

نن په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي مشرې میرمن “دیبورا لاینز” د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر “مولوي امیرخان متقي” سره لیدنه کې ډاډ ورکړی چې امریکا کې به د افغان اقتصادي وضعیت د ښه کیدا په هکله غږ پورته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي «ميرمن ډيبورا په دغه ليدنه کې وويل چې د بشري مرستو رسولو لپاره يې خپل همکاران زيات کړي او په نيږدي راتلونکي کې به امريکا ته سفر ولري او هلته به د افغانستان د بانکې سيستم‏ بيرته فعالولو په اړه خپل غږ پورته کړي.»

بلخي وایي چې د هیواد بهرنیو چارو وزیر ددوی له هڅو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چي اسلامي امارت دبشري مرستو په رسولو کي پوره امادګي لري.
د یادونې وړ ده چې امریکا په دې وروستیو کې یوځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې زیرمې به خوشې نه کړي ،خو نوی افغان حکومت له ټولو دیپلوماتیکو لارو هڅه کوي ،څو یادې پیسې ژر را خوشې شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button