احمد الخضرویه څوک ؤ؟!

ذبیح الله نوراني
افغانستان او په ځانګړي توګه بلخ ولایت د مشهورو روایاتو پر بنسټ ۷ زرکلن لرغونی، د انسانیت او ژوندانه له اړخونو مالامال تاریخ لري، چې په اړه یې بې شمېره کتابونه او ټولګي شاهدي ورکوي.
د دې تاریخ یوه برخه د علم او فن لوی، لوی شخصیتونه او د وخت ستر روحانيون او عارفان تشکیلوي.
بلخ ولایت، پۀ تاریخي پېرونو کې یې نړۍ ته علمي شخصیتونه نړۍوال تمدنونه، د فنونو پنځوونکې معروفې څېرې وړاندې کړې، چې نړۍ یې تر اوسه له پنځونو او تخلیقونو ګټه اخلي او په اکاډمیکه برخه کې یې سترې، سترې لاسته راوړنې د همغو مستشرقینو د فنونو پایله وه.
د مؤرخینو او څېړونکو له قوله بلخ یا ام البلاد، چې پۀ قبّةُالاسلام، بخدیانا، بخدي او نورو نومونو هم یاد شوی، تر اسلام او میلاد وړاندې پېرونو کې د داسې تمدن خاوند و، چې حتٰی په مصر او ټوله نړۍ کې یې د تمدن دا ظرافت نه تر سترګو کېدو له جملې یې د ډبرو شلایفکاري”لشم والی”، له ډبرو څخه د کروندګرۍ او پښګرۍ”آهنګرۍ” وسایل او نور …
پۀ همدې ترتیب پۀ اسلامي پېر کې یې د علومو او فنونو پۀ برخه کې هم ستر علمي شخصیتونه وروزل، لکه: د انسانیت معنوي پلار، لوی متبحر عالم او صوفي شخصیت احمد الخضرویه بلخي، ابو علي سینایِ بلخي، مولانا جلال الدین بلخي او نور ستر ستر محدثین او منورین .
ابو حامد احمد بن خضرویه البلخي چې مقبره یې شاوخوا زرکاله قدامت لري، په ټوله اسلامي نړۍ کې نړۍوال شهرت لري، مولوي په مثنوي کې د هغه په اړه بشپړه شرح لري او د نوموړي په اړه یې ویلي، چې “هغه د کمالاتو معنوي او تصویري کمالات درلودل” او د امام جامي رحمه الله په وینا، “هغه د انسانیت د سترو شیوخو په لومړي قطار کې قرار لري”.
له ابو تراب نخشبي، حاتم، اصمّ، ابراهیم بن ادهم، بایزید، ابوحفص او حداد سره یې ملاقات شوي و، په طریقت کې د حاتم اصمّ بلخي مُرید پاتي شوی و.
د تفاسیرو علم یې له ابو عبدالله صالح، بن عبدالله بن ذکوان باهلي ترمذي، چې د امام ترمذي استاد وو، زده کړی و. نوموړی زیات تصانیف لري چې اوس یې د درجات مقبلین پرته نور هېڅ کتاب نه پیداکېږي ۹۵ کاله یې په سیر او سلوک کې تېر کړل، زرګونه مریدان، چې د پوره کمالاتو څخه برخمن و، تربیه کړل او آن د وفات پر مهال یې هم خپل کرامت ظاهر کړ، وایي: “کله چې یې وفات رانږدې شو، یو تن په دروازه کې ودرېد او له نوموړي څخه یې زدهکړه وکړه او کله چې یې هغه ته درس ورکړ، له درس وروسته بیا ورک شو او بیخي ونه لیدل شو”.
له ابوحفص حداد څخه و پوښتل شول چې ایا له ده څخه پرته دې بزرګ سړی لیدلی؟ هغه په ځواب کې ورته وویل له احمد بن خضرویه نه مې بزرګ، د لوړ همت څښتن، او د لوی صداقت خاوند نه دی لیدلی او همدا بزرګ وو، چې ما مې د ژوند په اوږدو کې د هغه ساری نه دی لیدلی او له صحبت څخه یې زر تنه د ولایت مرتبې ته رسیدلي و، د هغه ښځه فاطمه د بلخ د یو تن امیر، لور وه.
کله چې بلوغ ته ورسېده، احمد خضرویه ته یې د قاصد په لاس پیغام ولېږو، چې ما د خپلې مېرمنې په توګه ومنه او کله چې نوموړي ته قاصد رسېږي نوموړی یې پیغام ردوي او بیا فاطمه دوه ځله نور قاصد ورلېږي او ورته وایي: چې “زه تا خپل رهبر ګڼم او هیله لرم چې له تا زدهکړه وکړم او ستا سره پاتې شم”. وروسته یې بیا نوموړی قبلوي او نکاح ور سره کوي.
له نکاح وروسته فاطمه چې د بلخ د یو تن امیر لور وه له دنیا سره مخه ښه کوي او ټول ژوند د خپل خدای جل جلاله رضا او عبادت ته وقف کوي او د ژوند تر وروستیو شېبو د خپل خدای جلجلاله عبادت کوي، د حلیته الاولیاء حافظ ابو نعیم اصفهاني په کتاب کې ویل شوي چې د نوموړي په زیارت اوس هم ابدالان راټولیږي.
د حرمینو امام ابوالمعالي عبدالملک جویني استاد حجة الاسلام غزالي رحمه الله د سټیج په سر د خلکو په حضور کې وایې، چې هر چا چې دیني حاجت وي هغه دې د شداد حکیم زیارت ته ولاړ شي او د چا چې دنیوي حاجت وي هغه دې احمد خضرویه زیارت ته ولاړشي، د مؤرخینو په اتفاق سره یې وفات په (۲۴۰)ه ق کال کې شوی او زیارت یې د مزار شبرغان لویې لاري تر څنګ په لویه هدیره “قبرستان” کې د نوبهار دروازې” باباقو” او برج عیاران، تر منځ د یوې وړې غؤنډۍ پر سر په ګنبده کې قرار لري او په سلطان صاحب باندي مشهور دی.
په بحرالاسرار او فضایل بلخ کې راغلي چې د احمد حضرویه زیارت د قرض د اداکېدو پۀ دُعاء کې تجربه شوی او همدا راز په بحرالاسرار کې راغلي چې د ام علي مور او د احمد خضرویه مشرې ښځې مؤمنې زیارت یا مقبره هم د احمد خضرویه په څنګ کې ده او هغه خبره چې ګواکي حلوا فروش ماشوم او د احمد خضرویه ماشومان هم دلته موجود دي او په اړه یې مولانا په مثنوي کې یادونه کړې، حقیقت نه لري.
دلته دا هم مشهوره ده، چې د شیخ احمد تر څنګ دوې ګنبدي موجودې دي، چې په یوې کې یې څو قبرونه دي چې په اړه یې ویل کیږي چې په دې ګنبده کې حلوا خرڅوونکی ماشوم او د شیخ احمد ماشومان دفن دي، چې اصلا دلته د تېرو انقلابونو پر مهال دا هدیرې او قبرونه نړېدلي او اوس دا قبرونه تر خاورو لاندې دي
البته یوڅۀ چې ښکاري ګومان پرې کېږي چې ګواکي دا به هماغه حلوا خرڅوونکی ماشوم او د شیخ احمد ماشومان وي، او دوهمه ګنبده کې ویل کېږي چې د شیخ احمد ښځه فاطمۀ بلخي ده او واقعا هم هلته یو لوی قبر ښکاري، خو بحرالاسرار کې ویل شوي چې دلته باید د ام علي په ګډون دوه قبره موجود وي او دا احتمال هم شته چې دواړه دي په یو قبر کې وي ځکه لور او مور دلته دواړه د مؤمنې په وصاق کې وې او وروسته له اوږده وخته د شیخ احمد څنګ ته راوړل شوي، له همدې امله ممکن د انتقال پرمهال د دواړو تنها هډوکې پاتي شوي او د دواړو هډوکې راوړل شوي وي او یو ځای دفن شوي چې اوس هم یو زیارت ښکاري، او یا دا چې بېل، بیل سره دفن شوي وي او بېل، بیل زیارتونه یې وي او دوی دواړو لور او مور د مؤمنې په اطاق کې دفن شوي دي او ویل کېږي چې دوی سید مبارکشاه حسیني دفن کړي دي، ځکه حضرت شیخ احمد د مؤرخینو په اتفاق د عباسیانو لسم خلیفه متوکل د واکمنۍ پرمهال وفات شوی او دا ۲۴۰ ه ق کال سره سمون خوري، له همدې امله ګومان دا دی چې ممکن دا زیارتونه څو ځلي ترمیم او جوړ شوي وي او اوس یې هم زیارت د تخریب امکان لري که ترمیم او جوړ نه شي ممکن تخریب او له منځه لاړ شي.
مفتي غلام سرور لاهوري په خزینةُالاصفیاء کې د نوموړي د وفات تاریخ د قطب الدین احمد له جملاتو، والاقطب کامل او واقف احمد څخه را ایستلي و، چې مجموعه یې ۲۴۰ ه ق جوړیږي.
لومړی
شیخ احمد شه خراسانی
ذات پاکش سعیدواسعدبود
سال ترحیل وی ندا آمد
ای بګو قطب دین احمدبود
دوهم
جناب احمدخضرویه مقبول
شدعالم معلی قطب کامل
بګو مقصود سال رحلت او
دګرفرماکه والا قطب کامل
درېیم
احمد خضرویه چون ازلطف حق
نیز احمد زاهد حق بین بخوان
واقف احمد بګو تاریخ او
نیز احمد زاهد حقبین بخوان
همدا راز د نوموړي سره په هدیره کې نور مهم او علمي شخصیتونه هم خښ دي چې د هویت په اړه یې دقیق او کره معلومات نشته او تنها ځیني خلک پرې تبصرې کوي.
پای