Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

غولول شوي وروڼه

خط اول
د تېرې ادارې یوه ویاند په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي و چې اصلا غولول شوي وروڼه موږ وو. هو. دې ته د وجدان غږ وایي. هماغه چې انګریزي کې یې د (voice of Conscience) بولي. دا هغه حقیقت دی چې کله سړی د احساساتو له نیلي ښکته شي، ځمکني حقیقتونه وویني او په خپل تېر پسې د حق څراغ رڼا کړي. دوی هاغه وخت دا حقیقت نه و درکړی او په افیونو داسې مست شوي وو چې بس ده که نه، زموږ پایښت په همدې نظام کې دی او د نظام په راس کې موږ چې څوک هم دي، هغه ددې ملت غمخوار پوړ دی.
ها، دا اصطلاحات هاغه وخت طالبانو ته کارېده. مانا هر هغه څوک چې له دوی سره به په وسله واله جګړه بوخت وو او د اشغالګرو فکري او نظامي مخالفت به یې کاوه او یا به یې چې په بډ کې ولاړ وو؛ په اصطلاح غولول شوي وروڼه بلل کېدل. دا شعار به د دوی په لاس په خرڅ شویو تلویزیونونو او راډیوګانو کې لاس په لاس کېده. مانا د پروپاګند ښه وسیله خدای په لاس کې ورکړې وه.
دا لومړی ځل نه دی چې د تېرې ادارې کوم غټ او وړوکی چارواکی دې دا ومني چې اصلا دوی غولول شوي وو. تر دې وړاندې هم د دوی ګڼو فرهنګي او نظامي کسانو منلې چې له دوی سره دوکه شوې او په څو روپیو یې د درواغژنې ډیموکراسۍ او د جعلي نظام ننګه کوله. دا هماغه خلک دي چې له هرې ممکنې وسیلې به یې کار اخیست او د اسلامي امارت د سپېڅلي کاروان به یې په ډول ډول ناوړه القابو مخاطباوه. اوس هماغه امارت دی چې دوی ته یې د خوندیتوب کارتونه ورکړي، د دوی سر او مال په امن کې دی او… دوی مني چې خطا وو، باطل وو او د یوه نامشروع او خرڅ شوي نظام په وفادارۍ کې یې د خپلو وروڼو په سرونو هم درېغ ونه کړ.
اشغالګر چې کله هم د یوه ملت د اشغال پرېکړه وکړي، د هغه ملت په ذهنونو کار کوي او له درواغژنو پروپاګندو یې ورډکوي. دوی د هماغې خطې انسانان روباټان کړي او په ډېره اسانه پرې خپلې سمې ناسمې مني. حتا ذهنا یې دومره مسموم کړي چې خپله ماضي، کولتور، دین او له هر څه یې ذهنونه پاک کړي. دوی ملتونه په یوه ټغر نه راټولوي؛ بلکې لایې سره پاشي. له دې کار ه یې موخه د خپلو ګټو تامین او دوی نه ورپامېدل وي. دوی د مستعمره ملت ذهنونه مینځي او د پاڅون او خوځښت ځواک ترې اخلي. بله لویه موخه یې دا وي چې دوی نه غواړي چې تر لاس لاندې هیوادونه یې د خپل واک او ځواک څښتنان شي. اشغالګر هېڅکله په یوه هیواد کې حیاتي او بنیادي پروژې نه پلې کوي.
اشغالګر، په ډېر مهارت او ځیرکي د نورو هیوادونه او خطې د ابادۍ په پلمه تر خیټې لاندې کوي. دوی هلته غولوونکې رغنیزې پروژې پیلوي، سوداګریزه راکړه ورکړه پراخوي او بیا سوکه-سوکه ټول هیواد تر ستونې تېر کړي. نیواکګر یو بل کار هم کوي او دا یې تر ټولوبدنامونکی/زیانمنونکی هغه دی. دوی چې کله پر یوه هیواد/خطه قابضیږي؛ له اوسېدونکو یې دیني او ملي ارزښتونه تروړي. له دې کاره یې موخه د هغو خلکو بې هویته کول او له ماضي سره یې د تړون غوڅول دي. له خپلې ماضي منکرېدل او روایتونو ته شا کول پر یوه ملت نه جبرانېدونکی ګوزار دی.
داسې نظامونه په هېڅ دلیل هم نه مشروع دي او نه هم… دوی ډراماتیکې ټاکنې کوي او یوازې د خپل بادار خط مشي تعقیبوي. بايد ووايو هغه هيوادونه چه د اشغالګرو له بهرني یرغلونو لاندي راغلي وي، دنړيوالو حقوقو له پلوه په داسي هيوادونو کې مشروع دولتونه هېڅکله نه شي رامنځته کېدای. دلیل؟ دا ځکه چې په دې هيوادونو کې هر څه دپردو له هيلو سره سم مخته ځي او ولس خپله ريښتيني اراده نه شي څرګندولی.
هو. دوی به یو یو همدا د زهرو غوړپ کوي، په خپل تېر به پښېمانه وي، خپلې نارواوې به یوه یوه ورته مخته مخته کېږي او د مچانو په څېر به لاسونه مروړي. دوی به د زهرو غوړپ کوي او اعتراف به

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button