د غرب له سټیجه د آزادۍ که د غدر داعیه!!؟

لیکنه:ډاکټرعمرمنصورعزام

له کله نه چې په اسلامي امت د کفري نړۍ خصوصاً صلیبیانو او یهودیانو یرغلیز سیاست او تګلاره پیل شوې نو په مقابل کې یې د اسلامي نړۍ له لر او بره وسلوالو مقاومتونو سر دا پورته کړی او په خپل وخت کې یې یرغلګرو کفارو ته د سر په کاسه کې اوبه ور کړي,یرغلګرو کفارو تل د داسې اسلامي خوځښتونو سره د زور لاره نیولې خو کله یې چې زور بې ګټې ثابت شوی نو یې له مختلفو حربو لکه د صف په منځ کې بې اتفاقي خپرول، د صف څو ټوټې کول، د صف رهبري بدنامول او داسې نور…… کار اخیستی تر څو جهادی حرکتونه کمزوري او یا له منځه یوسي او پدې لاره کې ‌ډیر کله خپل هدف ته رسېدلي هم دي هغه په دې ډول چې د دوی له منځ یې هغه کسان په خپل غیږ کې نیولي کومو چې له دوی سره د ملګرتیا مزي غزولي او د اصلي مقاومت د ځپلو لپاره یې ور څخه کار اخیستي او پدې ‌ډول یې د خلکو ترمنځ د یرغل په وړاندې متحد فکر او دریځ په څو ګوندیز او وېشلي فکر بدل کړئ او خپلو شومو اهدافو ته رسېدلي ، د هند په نیمه قاره کې د انګریزي ښکیلاک څخه د مسلمانانو ازادي غوښتوونکي غورځنګونه د کومو قیادت چې د دیوبند د نومیالیو مبارزو او سرښندونکو علماؤ په لاس کې وو د کامیابې مبارزې په درشل کې قرار درلود او انګلیسي ښکیلاک د خپلو ډیرو هلو ځلو او رنګا رنګ ظلمونو او وحشتونو سره سره په دې ونه توانید چې د مقاومت دا لړۍ له منځه یوسي داچې انګلیسانو خپل ټغر په ټولېدو ولید بلاخره یې نهایي هدف او هڅه دا وه چې د یوه سوچه او بشپړه اسلامي نظام او د هند په نیمه قاره کې د مسلمانان تاریخي حاکمیت او واکداري ته د پای ټکئ کېږدي نو یې د اسلامي جهادي ازادي غوښتوونکو حرکتونو سره موازي او تش په نوم اسلامي حرکتونه لکه د واهبیت یا سلفیت حرکت،جماعت اسلامي یا مودودي حرکت او تش په نو مسلم لیګ یا د رافضي جناح سیکولر حرکت را منځته کړل او پدې ډول یې د ښکیلاک او د هغه څخه د آزادي اخیستلو په برخه کې د مسلمانانو متحد فکر ،سیاست،تګلاره او نظرونه سره ووېشل له دې وروسته همدا حرکتونه یو د بل سره لاس او ګرېوان شوی د دوی له جملې ځینې یې انګریزانو ځانته ‌ډیر نژدې کړل د قدرت د ورسپارلو او خپل ځای ناستي د ټاکلو او د دایمي ملګرتیا لاسلیکونه یې ورسره وکړل او د آزادۍ دا بوولۍ یې په همدغو کسانو او حرکت وګټله کوم چې دوی د همدې لپاره رامنځته کړي وو ، د افغانستان روان وضیعت ته په کتو سره د روان کامیاب مقاومت سره همدا لوبه روانه ده ، د مقاومت له لیکو د ګوتو په شمار افرادو بېلېدل او د هغوۍ په ګټه تبلیغات کول، د خپلې میډیا او رسنیو له لارې مشهورو هغه څه دي چې مونږ د یرغلګرو دې سیاست ته متوجه کوي ، دلته د داعش تش په نوم حضور ته دومره هوا ورکول کېږي چې اصلي مقاومت یې په وړاندې د نشت برابر حسابیږي او همدارنګه څو په کور ناستو ،غیر فعال او بې نفوذه تش په نوم طالبانو ته دومره هوا ورکړل شوه چې په عربي میډیا کې له اصلي مقاومت یا اسلامي امارت سره موازي او مساوي تبلیغيږي له افرادو سره یې مسلسلې او دوامداره مرکې کېږي ، او د هرې غربي رسنۍ په سر کې قرار لري دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مشرانو ،افرادو او ویندویانو غږ او نظر په غربي میډیا کې د نشت برابر راخیستل کېږي، د یرغلګرو د تګلارو تاریخي پس منظر ته په کتو سره دې نتیجې ته رسېدلای شو; دا چې د روان اسلامي ولسي او کامیاب مقاومت یا اسلامي امارت د ځپلو په برخه کې جنګي تګلاره په بشپړه توګه پاتې راغله نو اوس به خامخا له مختلفو حربو څخه کار اخلي تر څو روان مقاومت وځپي او یا د یو واقعي شرعي نظام د راتګ مخه ونیسی،نن یو ځل بیا صلیبیان کوشش کوي چې له اسلامی امارت سره موازي داسې افرادو ته وده ورکړي کومو چې له دوی سره د ملګرتیامزي غزولي او د دوی د اوږد محاله استعماري ګټو او سیاستونو په وړاندې خنډ نشي، تر څو په اسانۍ سره خپلو اهدافو ته ورسېږي ، مسلمان ولسونه باید د غرب له حنجرې او سټیجه هرې مطرح کېدونکې داعیې ته د شک او دسیسې په سترګه وګوري ، د روان مقاومت سپیڅلتیا د دوی د مخالفینو له کړنو او د یرغلګرو له اعلامي همکارۍ څخه په ښکاره توګه معلومېدلای شي.

والسلام

د یو سوچه او نړیوال اسلامي حاکمیت په هیله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button