د حضرت ابو بکر الصدیق رضي الله عنه سیرت (څلورمه برخه)

لیک او ترتیب: حبل الله المتین

د ابوبکر (رضي الله عنه) تجارت او خوب

ابوبکر صدیق ؓ د اسلام د سپېڅلي دین تر قبلولو مخکې ھم تجارت کاوه. د بعثت پر کال بیا د تجارت لپاره شام ته ولاړ، ھلته يې یو عجیب خوب ولیده. په خوب کې یې ولیدل چې سپوږمۍ له خپل ځایه راروانه شوه، ټوټه ټوټه شوه او د مکې د خلکو په کورونو باندي راپرېوته، بیا یې ټوټې بېرته سرہ یو ځای شوې او خپل ځای ته ولاړہ، خو یوہ هغه ټوټه چې د دہ پر کور راپریوتې وه هماغسې پاته شوہ.

ابوبکر صدیق ؓ  له خوبه راويښ شو، زیات په تشویش کې شو چې کومه پېښه نه وي شوې او زما کور ته  څه نقصان و نه رسیږي. په ھمدې حالت کې هغه یهودي راھب (د یهودو عالم) ور په یاد شو چې ھلته و. په بیړہ د ھغه خوا ته ورغلی او خپل خوب یي ورته تېر کړ.

د یهودی راهب پر مخ د خوب په اورېدو سرہ د زیاتې خوشحالۍ نښې راښکارہ شوې او ابوبکرؓ ته یې وویل: ته له کوم ځایه راغلی یې؟ ابوبکر (رضي الله عنه) وویل: له مکې مکرمې  څخه. راھب وپوښتل په نسب څوک یي؟ ابوبکر رضي الله عنه وویل: بنو عبد المناف! راھب: په قوم څوک یې؟ ابوبکر رضي الله عنه قریش!

راھب وویل: په تاسې کې اخیري رسول ﷺ ھمدا اوس مبعوث کېدونکی دی او ھغه سپوږمۍ ھمدا (د اخري پیغمبر بعثت) دی، ته به د هغه ﷺ وزیر یې، پام کوه د ھغه په ملګرتیا کې سستې ونه کړې. کومه د سپوږمۍ ټوټه چې ستا په کور کې پاتې شوې ھغه د (اسلام) مبارک دین دی.

پس له دې ابوبکر (رضي الله عنه) خپل سفر رالنډ کړ او په ډېرہ ناکرارۍ راروان شو. سوچونو (فکرونو) اخیستی و، له ځان سره یې ویل دا نبي ﷺ به څوک وي؟ آیا کوم سردار به وي؟ بیا به یې وویل: نه نه، سردار (قومي مشر) نشي کېدای، سرداران خو د بتانو عبادت کوي، سلګونه کلونه یې له یو بل سره دښمنۍ تازه ساتلې دي، داسې خلک هیڅکله د خدای ﷻ رسول نشي کېدای؛ ھغوی خپلې لوڼې ژوندۍ ښخوي، مالدار یې په غریب ظلم کوي، درواغ وایي، شراب خوري. نه نه، داسې خلک پیغمبران نشي کېدای. بیا یې فکر وکړ چې په ځوانانو کې به پیغمبر پیدا شي؟ خو په ځوانانو کې به داسي وړ شخصیت څوک وي؟

په ھمدې فکرونو کې د مکې مکرمې نږدې اطرافو ته راورسید او داسې یې محسوس کړه چې ضرور کومه پېښه شوې ده. آیا کوم مشر به مړ شوی وي؟ ټول خلک پریشانه ښکاري، یا ربه خیر کړې! تر ټولو لومړی ابوجهل ملعون مخ ته ورمنډه کړہ ورته ویې ویل: عتیقه ته خبر یې؟ ابوبکر ورته وویل: له څه؟

ابوجهل: ھغه ستا د ماشومتوب یتیم ملگري نوې نوې خبرې شروع کړې دي.

ابوبکر (رضي الله عنه) ورته وویل: کوم یو یادوې سپینه خبره وکړه؟

ابوجهل ملعون وویل: ھغه د عبدالله زوی یادوم!

یو دم د ابوبکر (رضي الله عنه) ھغه خوب را یاد شو .ابوبکر (رضي الله عنه) ابوجهل ته وویل: ته ووایه هغه څه ویلي؟

ابوجهل وویل: ھغه وایي ما ته جبرائیل وحي راوړې، زہ  الله ﷻ تاسې ته پیغمبر ﷺ رالیږلی یم.

ابوبکر (رضي الله عنه) نو تا له ھغه څخه په دې څلوېښتو کلونو کې کوم درواغ خبرہ اورېدلې ده؟ آیا په مونږ کې هغه د مین (امانتدار) په صفت مشهور نه دی؟

ابوجهل: ھو، آمین خو دی، خو داسې نااشنا خبري کوي، وایي د بتانو عبادت مه کوئ، نو مونږ کله دا کار کولای شو؟

ابوبکر (رضي الله عنه): ښه سمه ده ته اوس ما پرېږده چې کور ته ولاړ شم.

ابوجهل: نو ته د دې په اړه څه وایې؟

ابوبکر (رضي الله عنه): پریږدہ چې لومړۍ کور ته ولاړ شم.

نور بیا…

ـــــــــــــ

مراجع :

حکاية الصحابة: ج/۱

سیرت ابن هشام: ج/ ۲

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button