دکندهار چارواکي دطالبانو پر ضد د اولسي پاڅون ادعاکوي،طالبان یې په کلکه ردوي

له کندهار ولایت نه په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي له څو ورځو راهیسې دکندهار په میوند کې دطالبانو په خلاف دسیمې خلګو پاڅون کړی او وسلې یې اخیستې، د کندهار امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي، پاڅون دمیوند په کلا شامیر سیمه کې شوی چې تیره ورځ یې له طالبانو سره وسلواله نښته هم ترسره کړې، په نښته کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له بلې خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نښته تاید کړې نوموړي رسنیو ته په لیږل شوې یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دمیوند په کلا شامیر کې یې داربکیانو په پوستو چې دکندهار د امنیه قومندانۍ پولیس دي حمله کړې درې پوستې یې فتح کړې او ۱۳ تنه اربکیان یې وژلي او ګن شمیر وسلې او مهمات یې نیولي.

قاري یوسف احمدي وایي، دمیوند دکلا شامیر دسیمې اولسي خلګ ټول له مجاهدینو سره ملګري دي او دمجاهدینو هر راز ملاتړ ته تیار دي.دپاڅون خبره ددښمن یوه تبلیغاتي هڅه ده.

 

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button