دکندز امنیه قومندان، عسکر دښار له اړوندو سیمو په شا شوي

درې ورځي وړاندي افغان عسکرو دکندز دمرکز اړوندو سیمو کي عملیات پيل کړي وو، چي له طالبانوسره تر سختو جګړو وروسته شاتګ ته اړ شوي دي.

دکندز امنیه قومندان محمدقسیم جنګل باغ ویلي، چي داردو عسکرو، عامه نظم او پولیسو دکندز دمرکز اړوند په بزې کندهاري، کنم او تلوکي سیمو کي عملیات پيل کړي وو، چي تر جګړو وروسته يې له سیمي عسکر را شاته کړي دي.

په تیرو دریو ځو کي دکندز ښار ته نږدې د ډزو غږونه دکندز په ښار کي هم اوريدل کیدل، چي خلک يې اندېښمن کړي وو.

کنم، بزي کندهاري او تلوکي سیمي دکندزښار شمال پلو په درې – څلور کيلومترۍ کي موقعیت لري.

په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي سلګونه عسکر دپاخه سړک په غاړو ولاړ وو او دطالبانو له ويري یې پرمختګ نشوای کولای.

جنګل باغ ویلي، چي دعسکرو دپرمختګ په مخ کي ستر خنډ دطالبانو له لوري ځای په ځای شوي ماينونه وو.

دسيمي خلکو ویلي، چي دعسکرو داړوندو قومندانانو ترمنځ ژور اختلافات موجود وو، چي له امله یې په عسکرو کي بې نظمي راغله او پرمختګ يې نشوای کولای.

طالبانو تیره ورځ وویل، چي دوی دکندز دښار اړوند سیمو کي له عسکرو سره سختي جګړې کړي او ددرندو تلفاتو په ور اړولو یې هغوی له سيمي تيښتي ته اړ کړي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button