Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

مولوي عبدالکبیر: د عصري زده‌کړو لپاره په نړیوالو معیارونو برابر سیستم ته اړتیا ده

عزم: (چهارشنبې، د سلواغې ۴ مه، ۱۴۰۲)؛ د‏ ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر وايي چې په هېواد کې د عصري زده‌کړو لپاره په نړیوالو معیارونو برابر سیستم ته اړتیا ده.
ښاغلي مولوي عبدالکبیر دا څرکندونې نن (چهارشنبه د سلواغې ۴مه) د افغانستان د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو د پياوړتیا په موخه په جوړ شوي کنفرانس کې وکړې او وی‌ویل چې د عصري زده‌کړو لپاره په نړیوالو معیارونو برابر سیستم ته اړتیا ده.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دغه راز ویلي چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ته ژمن دی او په وینا یې چې اوسمهال هم د نړۍ په نږدې شلو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ فعالې دي.
مولوي عبدالکبیر همداراز زیاته کړه چې اسلامي امارت چین ته د واخان سړک د نښلولو ترڅنګ په پام کې لري چې افغانستان په نږدې راتلونکي کې د غنمو په برخه کې پر ځان بسیا شي.
په دغو مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست، مولوي حبیب الله آغا هم ټینګار وکړ چې افغانستان د عصري او دیني علومو د ټیټ کیفیت له امله له ستونزو سره مخ دی، خو اسلامي امارت یې د ښه‌کولو هڅې پیل کړې دي.
هغه دا هم ویلي چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۹۷۲ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button