غنم او پروړه
لیکوال: قاری سعید
د غنمو له کښت څخه بزګر ته ګڼ شیان په لاس ورځي،لکه سره غنم، بوس یا پروړه،ګیځاري،پلاله او داسې نور. اما د بزګر نیت د غنمو د کښت په مهال همیشه سره غنم وي او دغه نور ګټې ورسره بالتبع یا د سرباري په حیث ترلاسه کوي.
شاید تراوسه مو داسې بزګر نه وي لیدلی چې غنم ددې لپاره کري ترڅو ګیځاري یا پلاله ترې ترلاسه کړي.
عبادات او دیني اعمال هم همداسې دي،له هرعبادت څخه ګڼ شمیر ګټې او فایدې ترلاسه کیږي،مثلا یوڅوک جهاد کوي، په همدې یوه جهاد له مجاهد څخه الله تعالی راضي کیږي،نوم یي لوړیږي،په زړور او بهادر باندې مشهور کیږي،د غنیمت په شان مالي ګټې په کې پیدا کیږي او شاید دجهاد په برکت لوړ منصب ،اثر و رسوخ او مرتبه هم ترلاسه کړي.
خو د غنمو د کښت غوندې په جهاد کې هم د اصلي او اضافي یا سرباری ګټو ترمنخ تفصیل شته، هغه داچې د جهاد اصلي ګټه او موخه د الله تعالی د رضا حصول دی، خو لکه څنګه چې بوس او ګیځاري له غنمو سره اتومات حاصلیږي دجهاد دغه نورې ګټې لکه شهرت،غنیمت او منصب هم همداسې له جهاد سره ترلاسه کیږي.
خو له دې حقیقت سره سره کله کله مجاهد د جهاد اصلي ګټه مدنظر نه نیسي، بلکې له پیله یي نیت شهرت،منصب او غنیمت وي،دا نو داسې مثال لري لکه کوم احمق بزګر چې د غنمو د کښت په وخت د ګیځارو د اخیستلو نیت کړی وي، خو ددغه مجاهد حالت له هغه احمق بزګر څخه ځکه بدتر دی چې بزګر که څه هم نیت د پروړې او ګیځارو کړی وي مګر غنم به ترلاسه کړي، خو دشهرت او ځان ښودلو په نیت جهاد ته وړاندې کیدونکی به هیڅکله اصلي ګټه یعني دالله تعالی رضا ترلاسه نکړي .
ما جهاد یوازې دمثال په حیث ذکر کړ د هر دیني عمل او عبادت همدغه مثال دی چې په نیت سره یي جهت بدلیدلای شي.
رښتیا چې خبره ټوله په نیت کې ده