المان ۱۰۰تنه افغانان کابل ته را وشړل

عزم (چهارشنبه، کب ۵مه، ۱۳۹۴ل):څو ساعته وړاندې هغه الوتکه د کابل په هوايي ډګر کې ښکته شوه، چې سل تنه افغان مهاجر په کې وو او په جرمني کې يې پناه نده منل شوې.

په وروستيو تقريبا دوه کلونو کې اروپايي اتحاديې ته د سوريې، افغانستان، عراق او يو شمېر نورو هېوادنو مهاجر اروپا ته په بيساري توګه مات شوي، چې اروپايي اتحاديه يې د منلو نه انکار کوي.

جرمني او يو شمېر نور هېوادونو پرېکړه کړې، چې يو زيات شمېر کسان به بيرته خپل هېواد ته ستنوي، خو له دې سره سره اوس هم ډير زيات ځوانان غواړي دغه خطرناک او تقريبا بې ګټې سفر وکړي او دا بهير لا هم روان دی.

نورالله سباوون

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button