طالبانوپه غزني کي دپولیسو له لوري دماشومانو وژل کېدل غندلي

طالبانو دپولیسو له لوري دغزني مرکز ته څېرمه دقلعه قاضی په سیمه کي د۶ ماشومانو وژل کېدل اود ۱۰ نورو ټپي کېدل غندلي دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه وحشتاناک برید بللی او برید يې په کلکو ټکو غندلی دی.

دطالبانو ویاند ویلي، چي موږ دشهیدانو له کورنیو سره ځانونه په دې غم کي شریک ګڼواو دهغوی کورنیو ته دتسلیت مراتب وړاندي کوو.

دطالبانو ویاند ویلي، چي دښمن کوښښ کوي، برید په طالبانو پوري وتړي، خو ددوی کره شواهد او دسیمي ټول خلک په دې پوهیږي، چي برید دپولیسو له لوري ترسره شوی دی.

تیره ورځ دغزني ښار ته څېرمه په قلعه قاضی سیمه کي پولیسو په یوه لوبغالي دهاوان برید وکړ، چي په ترڅ کي يې ۶ ماشومان شهیدان او ۱۰ تنه نور ټپیان شول.

دسیمي خلکو دشهیدانو جسدونه داعتراض په ډول دولایت مقام مخي ته کېښول او دپيښي دعاملینو دنیولو غوښتنه يې کوله.

تراوسه دغزني چارواکو په رسمي ډول دپيښي په اړه څه ویلي نه دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button