حکومتي هاوانونه د افغان کلیوالو دمرګ تر ټولو ستر عامل

لیکنه: خالد افغان زوی

په نړۍ کې دانسانانو د مرګ د عواملو د تشخیص په اړه همیشه څیړنې او سروې ګانې کیږي،چې ددغو سروې ګانو له مخې د نړۍ په سطحه سګریټ دانسان د مرګ ترټولو ستر عامل پیژندل شوی چې ورپسې غوماشی او بیا خپله انسان دی چې  ډیر انسانان وژني.

که ددې پلټنو تفصیل ته ورشو،نو په هره سیمه کې د مرګ عوامل نسبت بلې ته فرق کوي،مثلا  په پرمختللیو هیواد کې د مرګ ستر عامل د زړه ناروغۍ،ایډز ، سرطان او داسې نورې ناروغۍ دي،په  دویمه  نړۍ کې د مرګ له لویو عواملو یو هم ترافیکي پیښې دي او په وروسته پاتې هیوادونو کې جګړه د مرګ لوی عامل بلل کیږي.

دافغانستان په اړه ویل کیږي، چې د جګړې په نسبت په ترافیکي پیښو کې ډیر خلک وژل کیږي،خو که خبره راغونډه کړو او مخامخ د کلیوالو حال واخلو نو ویلی شو چې د کلیوالو افغانانو د ناڅاپي مرګونو تر ټولو ستر عامل  هغه هاوانونه دي چې امریکایانو د یوازینۍ ثقیله وسلې په حیث عسکرو ، پولیسو او اربکیانو ته ورکړي، خو د ویشتلو  چل،جدول او خریطه  یې ورته نه ده ښودلې .

نن سبا چې چیرته  حکومتي پوسته شته نو یوه پایه  فیر ته اماده هاوان په کې نصب دی، چې چیرته حکومتي ګزمه وځي نو د رینجر په باډۍ کې یي یوه پایه هاوان او څو درځنه مرمۍ پرتې وي، بس چې په عسکرو له کومې ډز وشو، دوی هم دهاوان خوله  د کلیو په خوا کړي او مرمیو ته  دد شي ، تر هغو د هاوان په خوله مرمۍ ورمنډي او په کلیو دغه د حافظ غونډاري ورتوغوي ترڅو مرمۍ ورخلاصې شي .

د نظامي چارو له یوه کارپوه مې اوریدلي چې په وسلو کې تر ټولو سخت او باریک تعلیم د هاوان دی ، ځکه دغه وسله په مستقیم ډول نه ویشتل کیږي چې هدف ته یې سړی مخامخ برابره کړي ، بلکې په مقوس ډول هدف ولي یعني مرمۍ لومړۍ پورته شړل کیږي او بیا په هدف له پاسه راغورځي،چې د هدف ټاکل او ویشتل یي  د هرچا کار نه دی، له همدې امله پخوا په جهاد کې به د هاوان مسلکي ځانګړی نوم درلود چې په بسته ولسوالۍ کې به یو یا دوه کسان و .

خو لرې مو له مخه د عین او غین په  حکومت کې هر چا چې پتلون اغوستی نو د هاوان په شمول د ټولو ثقیله او خفیفه وسلو مسلکي هم بلل کیږي، د اربکیانو او اردو په پوستو کې مسلکي نه دی معلوم  بلکې هر سړی چې د هاوان د مرمۍ سر او بیخ پیژني ،کولای شي چې دغه وسله استعمال کړي ،چې دغه حالت دافغانستان په کلیو کې سختې غمیزې زیږولې او لا هم جریان لري .

تیره ورځ  د غزني ښار ته څیرمه په قلعه قاضي کې هلته چې نه طالبان شته او نه جنګ حکومتي عسکرو د هاوان په ړانده  فیر د شپږو ماشومانو ژوند واخیست او لس نور یي ټپیان کړل .

شخصا زموږ په کلي کې په تیرو څو میاشتو کې حکومتي هاوان  یوځل د یوه غریب سړي په رمه کې ولګید ۸ میږې یي ورووژلې بل ځل د یوه کلیوال د کور په انګړ کې ولګید چې  ښځه او کوچني ماشومان یي مرګوني ورټپیان کړل چې څو اونۍ په کابل کې پراته و.

آبله ورځ د سیمې یو شناخته له کلي بازار ته راغلی و پوښتنه مې ترې وکړه چې په کور کې دي څه حال دی، ویل یي د خدای فضل راباندې وشو په کور کې مې د ملي اردو هاوان ولګید  دوه د پیو غواګانې یي راووژلې خو د خدای فضل و چې د کور کوم غړي ته زیان ونه رسید.

ما فکر کاوو، چې د عسکرو لخوا د ړندو هاوانونو د ویشتلو  ظلم به یوازې  زموږ په سیمه کې روان وي ، مګر کله مې چې په یوه مجلس کې داخبره یاده کړه معلومه شوه چې  هرځای حکومتي عسکر همداسې ظالمانه  ګولۍ بادوي .

د غزني یوه اوسیدونکی راته وویل چې داندړو مربوط د ناني په سیمه کې طالبانو په حکومتي عسکرو ډزې وکړې، عسکرو د خپل هاوان خوله د ناني کلي ته واړوله او په یوه ورځ یې دغه ګڼ میشته سیمه ۸۵ مرمۍ وویشتله .

په دې سربیره د هیوادپه لراوبر کې همیشه داسې پیښې رامنځته کیږي،چې له دې جملې یوازې په سنګین کې د هاوان ځپلي واده او لسګونو شهیدانو خبره مطبوعاتو ته راوتلې، نورې دا ډول پیښې اکثره  وخت پټې پاته کیږي.

د هاوان مرمۍ د جسم په لحاظ کوچنۍ خو د تخریب په لحاظ تر هرې مرمۍ ډیره ورانکاره ده ، د هاوان مرمۍ لکه د پرسونل ضد ماینونه خاص د انسانانو د وژلو لپاره جوړه شوې، چې د لګیدو په مهال په کوچنیو پرخچو بدلیږي او په شاوخوا کې ژوندی ساری روغ نه پریږدي ،د هاوان یوه مرمۍ  که په یوه ګڼه مجمع ولګیږي نو تر شلو زیات انسانان وژلی شي ، خو دا د الله تعالی فضل دی ، چې دغه مرمۍ په ځمکه او خاوره تخریبي اثر نلري، له همدې امله  کله چې په کلیو باندې د عسکرو د هاوان بریدونه پیلیږي خلک کوټو اواطاقونو ته ننوځي ، بیا که په بام هم ولګیږي بام نه سوری کوي بلکې د بام په سر انفلاق کوي .

که د افغانستان په کلیو کې د ناڅاپي مرګونو احصایه واخیستل شي ښایي ترټولو ډیر کلیوال د هاوان په ړندو ګوزارونو وژل شوي وي، خو دا چې د کلیوالو وینې د دموکراسۍ او شهروندۍ په ترازو کې کوم ارزښت   او وزن نلري  نوځکه یي نه په مطبوعاتو کې خبر راځي او نه یي هم څوک له غمه خبریږي .

که  د دموکراس خیلو په قاموس کې د نیچه د هدایاتو له مخې کلیوال د وروسته پاتي انسانانو په حیث په مرګ محکوم نه  بلل کیږي ، نو بویه چې د انساني کرامت د ساتلو په پار لږ ددغه بیچاره هاوان ځپلو غم وخوړل شي، بي خریطې هاوانونه او له پوستو څخه ړانده مرګوني غونډاري باید  پای ته ورسول شي،ترڅو د  بي دفاع او بي وزله کلیوالو ژوند وژغورل شي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button