سپینه ماڼۍ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د و تلو څرنګوالی ارزوي

عزم( جمعه، وري څلورمه، ۱۴۰۲): سپینې ماڼۍ ویلي چې له افغانستانه یې د امریکایي ځواکونو د وتلو اړوند څېړنې کړي دي او ښايي راپور یې راتلونکې میاشت خپور شي.
د امریکایي چارواکو له قوله چې دوی د امریکایي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي او ارزونې بشپړ رپوټ له اوږدو څېړنو وروسته چمتو کړی دی.
د سپینې ماڼۍ مسوولین زیاتوي چې د دې رپوټ جزیات به له کانګرېس سره هم شریک شي.
دا څېړنې د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن په امر شوي دي. نوموړي غواړي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو څرنګوالی معلوم کړي. د دې ارزونې لومړنۍ پایلې باید په تېر اګسټ کې چې د امریکايي ځواکونو د وتلو له کلیزې سره برابره ده، خپرې شوې وای.
اوس د اسوشیټډ پریس خبري اژانس په رپوټ کې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي له قوله ویل شوي چې دا پایلې به د راتلونکې اپریل میاشتې تر نیمايي پورې خپرې شي او درجه بندي شوې برخې به یې کانګرېس ته هم وړاندې شي.
جمهوریتپال په دې کمېټه کې اکثریت دي. همداراز د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د وروستیو امریکايي پوځیانو وتلو پر څرنګوالي هم سختې نیوکې کړې وې.
د راپورونو له مخې، امریکايي ځواکونو له کابل هوايي ډګر او نورو سیمو څخه د وتلو پر مهال لسګونه خرابۍ پرېښودې.
د شته معلوماتو له مخې امریکايي ځواکونو د کابل هوایي ډګر رادار هم لمنځه وړی و او لسګونه چورلکې یې ویجاړې کړې وې.
بل خوا امریکایي ځواکونو د دوی پر یو بل لوی مرکز بګرام کې هم ورته لسګونه ویجاړې تر شا پرېښي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button