د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو منلې چې له یو بل سره به ملاقات وکړي

عزم( جمعه، وري څلورمه، ۱۴۰۲): رسنۍ وایي چې د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ژمنه کړې، چې ډېر ژر به سره ملاقات وکړي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور لهمخې دغه ژمنه نن سهار د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان او ایراني سیال یې حسین امیر عبدالهیان په ټیلفوني خبرو کې وکړه.
د سعودي عربستان کورنیو رسنیو هم د یاد خبر پخلی کړی. دوی وایي چې دواړو وزیرانو د روژې د مبارکې میاشتې په رارسېدو یو بل ته مبارکې ویلې او ژمنه یې کړې چې د سفارتونو او قونسلګریو پر پرانیستې به بحثونه ولري.
هېره دې نه وي چې تېره اوونۍ د دواړو هیوادونو ولسمشرانو هم د لیدنې ژمنه کړې وه. ایراني چارواکو خبر ورکړی و چې د دې هیواد ولسمشر ابراهیم رئیسي د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان په رسمي بلنه یاد هیواد ته په سفر ځي.
ریاض او تهران په سیمه کې دوه سرسخته سیالان دي او کلونه-کلونه یې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي وې. دواړو هیوادونو تېره اوونۍ د نویو ډیپلوماټيکو اړیکو باب پرانیست. یادو هیوادونو د چین په منځکړیتوب اووه کلنې ترینګلې اړیکې رغولي او موافقه یې کړې چې په سیمه کې به د تېر په څېر نږدې همکاران واوسي. اوس تمه دا ده چې ریاض او تهران به په راتلونکو دوو میاشتو کې خپل سفارتونه او قونسلګرۍ هم پرانیزي.
د ایران او سعودي اړیکې هغه وخت ترېنګلې او پرې شوې چې په(۲۰۱۶) میلادي کې په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت برید وشو.