د نبوي دور فدایان – لومړۍ برخه

دادمحمد ناوک

بې پامه وارخطا غږ يي واورید:
ـ هله په ملګری دي قریش راټول دي او وهي يي!

له چون چرا پرته يي په منډه د کعبې شریفې څنګ ته ځان ورساوه، لکه باور چې يي نه راځي، دا خلک دومره زړور شوي، حتی په رسول الله صلی الله علیه وسلم لاس پورته کوي!؟

د بدمعاشانو په منځ کې يي ځان ور ننویست، بې له دې چې د دوی غرور، د دوی تصمیم او د دوی ځواک په نظر کې ونیسي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخکې ودرید او دوی ته يي وویل:
ـ یو څوک په دې خاطر وهئ، چې وايي رب مې الله دی!؟

قریشي مشرانو ته دا جرئت تر اندازې زیات ښکاره شو، سره له دې چې د دې روڼ مخي پاخه سړي کورنی شرف ور معلوم او پر وړاندې يې عملي اقدام ورته سخت ښکارېده، خو بیا هم له یوې بلې خوا نارې شوې:
ـ دی را وینسئ!

له یوې بلې خوا پرې حملې شوې، هر څوک د خپل توان مطابق لاس پرې پورته کوي، چا يي ویښتانو کې لاسونه خښ کړي، څوک يي پر مخ په پڼو او سوکانو هوي، په وینو ولړل شو، بې هوښۍ ته نږدې شو، چې قوم يي منځګړیتوب ته را ودانګل، په زامبیل کې يي تر کوره یووړ!

مور يي د زوی شلیدلو ویښتانو، پړسېدلي په وینو لړلي مخ ته زړه را ډک شو، خو ده سترګې وغړلې، ټول پرې ور ټول شول، ښايي د غچ، انتقام او برید خبره به کوي، خو مبارکه خوله وښوریده:
ـ رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګه دی؟

له یوې بلې خوا پرې غږونه شول:
ـ هغه څه کوې، خو د هغه له لاسه په دې حال شوې!

مور يي د څښاک څه ور نږدې کړل، ويې ویل:
ـ په خدای چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ونه وینم، که په هیڅ شي څکه وکړم!

مور يي حیرانه ودریده، نه پوهېده چې له چا يي پوښتنه وکړي، خو ده ورته وویل:
ـ فاطمې ته ورشه، فاطمې بنت الخطاب ته!

«««»»»»

ښځې ځان ناګاره واچوه:
ـ نه ستا زوی پېژنم، نه محمد! صلی الله علیه وسلم
ـ زوی مې په بد حال دی، ته مه ډارېږه!
ـ ماته نه دی معلوم، خو که غواړې زوی ته به دې درسره لاړه شم!

ورته معلومه شوه، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دار ارقم کې دی، همداسې ټپي وضعیت کې پر نورو تکیه کړی، د غره بېخ او له مکې ګوښي کور ته ور ورسید، له دروازې خلاصېدو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم په غېږ کې ونیو!

دا کیف د داسې سودا په بدل کې بېخي ارزان و، که د مکې معظمې غرونو، تېږو او دېوالونو ژبې لرلی، په دې ننداره يي ښايي ملکوتي کرېږو د قریشي مشرانو زړونه درولي وای!

هو!
د نبوي دور دا فدايي سرښندونکی حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه و، چې تر ځان تېر خو د خپل لارښود تکلیف يي تحمل نه کړای شو.
رضی الله عنه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button