د ختیځ لوی عالم، امام خلف بن ایوب البلخي الحنفي

خلف بن ایوب، ابوسعید العامري البلخي، د هیواد او سیمې په کچه له نوموتو علماؤ شمیرل کیږي، چې ورته د ختیځ «مشرق» د مفتي لقب هم ورکړل شوی دی.
هغه له قاضي ابن ابي لیلیٰ، عوف الاعرابي او نورو مشهورو علماؤ درس ویلی او له ابراهیم ابن ادهم رح څخه یې د تصوف په برخه کې اخذ کړی دی.
له نوموړي څخه، یحییٰ بن معین، احمد بن حنبل، ابوکریب او نورو مشهورو علماؤ درس ویلای او د احادیثو روایات یې ترې نقل کړي دي.
علامه ابن حبان په خپل کتاب کې نوموړی له ثقه او معتبرو علماؤ شمیرلی دی.
هغه د رمضان په لومړۍ نیټه په کال ۲۰۵ هج کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
خالقیار احمدزی
سیر اعلام النبلاء ۹/۵۴۳ج