شمالي کوریا تر اوبو لاندې بې پیلوټه ډرون الوتکه ازمویلې ده

عزم(جمعه، وري څلورمه، ۱۴۰۲): سرچینې خبر ورکوي چې شمالي کوریا داسې بې پیلوټه ډرون الوتکه جوړه کړې او ازمویلي چي د اوبو په تل کې مزل کولی شي.
د راپورونو پر بنا، یاده الوتکه تر اوبو لاندې حرکت کوي او راډیو اکټیفې څپې هم خپرولی شي. د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس ویلي چې د سویلي ولایت هامیونګ په اوبو کې یې د (پټو وسلو) یوه بله ازموینه هم تر سره کړې ده.
یاده رسنۍ زیاتوي: ازمویل شوې بې پیلوټې الوتکې له ۸۰ تر ۱۵۰ مترو پورې د اوبو په تل کې اوږد سفر وکړ. بیا یې ۹۵ ساعته شاوخوا د اوبو په تل کې اوږد واټن طی کړ ، چې په پایله کې د شمالي کوریا ختیځ ساحل کې وچاوده.
شنونکو او کارپوهانو ویلي چې د داسې وسلې پر جوړلو او د شمالي کوریا پر وړتیا شکمن دي او له نورو خلکو یې هم غوښتي چې د شمالي کوریا یاده ادعا دومره په اسانه و نه مني.
تر دې وړاندې هم شمالي کوریا د هایپرسونیک په نامه یو توغندی په بریالیتوب سره ازمویلی و. دغه توغندي ۷۰۰ کیلومتره لیرې یو هدف په دقیقه توګه و یشتلی شوی.
د فرانسې خبري اژانس ( AFP ) په ویناچې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د یاد ازمايښت څارنه له نږدې وکړه او وویل، چې دا ازمايښت دامریکا متحده ایالاتو او سویلي کوریا ته یو خبرداری دی.
د یاد خبري اژانس پر بنسټ دا وسله په ډېره نامعموله کچه د راډیو اکټیف څپې رامنځته کوي چې اصلا د دښمن په کښتیو او بندرونو د برید لپاره جوړه شوې.
شمالي کوریا وايي، د اوبو لاندې اټومي برید کوونکې دا بې پیلوټه الوتکه په هر ساحل یا بندر کې ځای په ځای کیدای شي او د عملیاتو لپاره د کښتې په واسطه هم وړل کېدای شي.
د یادونې وړ ده چې امریکا او لوېديځ پر شمالي امریکا اقتصادي او سیاسي بندیزونه لګلولي دي. دوی له شمالي کوریا غواړي چې د خپلو اټومي وسلو پروګرامونه لږ او یا هم په ټپه ودروي؛ خو شمالي کوریا یادو بندیزونو او خبرداریو ته پاملرنه نه کوي.